Telegram
Telegram Channel Link
پښتو ناولونه Telegram Channel Link
👁
5
views
↗
1
joins
About this telegram channel link
د (پښتو ناولونو) چینل ته ښه راغلاست، دلته لنډې ښایسته ادبي لیکنې، او هر ډول ښایسته پښتو ناولونه د pdf په بڼه موندلی شئ. اډمېن👇 @Muslim_79
Telegram Channel
Latest public posts from this Telegram channel.
751
subscribers
12 Oct 2026
latest post
نجلۍ لوستې وه، اخلاق یې ښه وو او د نرم زړه څښتنه هم وه؛ خو د واده لپاره به هر ځل د هغې د پوستکي رنګ ته کتل کېدل.#توره_نجلۍ
د ماخوستن له ډوډۍ وروسته، پېغلې لوښي پاک کړل او د کور ټول کارونه یې پای ته ورسول....سپینږیري بوډا په نارې سره پېغله په منډه راغله او په لنډه ساه یې وویل:— څه خبره ده؟بوډا وویل: زما تفدانۍ چېرته دی؟ ګوره امسا مې هم سم ځای کې کېږده، او لاسي څراغ مې رانږدې کړه! نور نو نیمه شپه ده، بسترې ته خپل راځه!پېغلې نجلۍ دا کارونه هم په ستړي بدن ترسره کړل، او په مات زړګي د سپینږیري بسترې څنګ ته ورغله.#پېغله
ماښام یي د لاټین رڼا ته پر خپلو کالیو د وینو خاپونه ولیدل، ژر يې جامې بدلې کړې او د مازیګر او ماښام لمونځونه یې راوګرځول…(ماسپښین چي یې شهید زوی په غیږ کي اخیستی وو).#پلار
یو کس لا بل څخه د هغه آس په پور غوښت. آس والا ورته وویل: آس لرم، خو تور دی. سړي ورته کړل: نو څه چې که آس دې تور وي...؟ په هغه هم کولی شم چې سپور شم. اسپ والا وویل: زړه مې نه غواړي چې در یې کړم، که پوهېږې نو همدا یوه بهانه بس ده...#بهانه
یوې ښکلې نجلۍ خپل موټر زما مخې ته ودرولو او راته یې وویل: «که درته زحمت نه وي، لږ راشه!»یوه شېبه مې داسې احساس وکړ چې ګواکې ډېر ښایسته ځوان یم، چې زما څخه څه غواړي... ورنږدې شوم، د موټر ښیښه یې راښکته کړه... ګورم چې یوه کوچنۍ نجلۍ ژاړي... هغې کوچنۍ جینۍ ته یې ویل:«اوس غلې کېږې که نه..؟ که نه، همدې سړي ته وایم چې ودې خوري!»#زما_قسمت
په لړزانده لاس یې خپل مبایل راته ونیو..، ویل یې چې هغه د زوی شمېره یې له لېست څخه ورته پاکه کړم.#ځوانیمرګ_زوی
ټولو خوږو ملګرو ته د زړه له کومې سلامونه، او نویو ملګرو ته مو ښه راغلاست! ان شاءالله چې د فعالیت لړۍ به په لږ لږ ډول پیلوو...راسره مل اوسئ!!!
کله ناکله لږه چوپتیا هم د دې لپاره ښه وي چې انسان خپل فکرونه سره راټول کړي.#چوپتیا
د کانکور عمومي اول نمره له پروان ولایت څخه.
ټیلیفون وشرنګېد..، ځوان جېب ته لاس کړ، ټیلیفون یې را واخیست.. پر سکرین لیکلي وو ( ژوند مې ).غوږ ته یې ونیو. – هلو.. !!!ښځینه غږ راغی.– څه شولې؟ مازیګر شو، بېرته راتګ ته دې په زړه کې نشته که څنګه؟ځوان وویل: دادی ګرانې، وس کېک اخلم، ستا خو به څه نه وي پکار ؟– نه!!!ځوان ټیلیفون جېب ته کړ، مخامخ یې وکتل، په پاکې شیشه خانه کې رنګارنګ ښکلي کېکونه ایښي و، ځوان د کېکونو په لور ګام واخیست.مازيګر قضا د زړې کلا مخې ته یو ښکلی موټر ودرېد، یو ماشوم ورمنډه کړه په خوند یې وویل: لالا څنګه بې خبره راغلې؟ ماشوم لاس ورکړ... ځوان وویل: ادې په کور کې ده؟ ماشوم وویل: هو...!ښځینه غږ راغی: ښه ده لمر لا ندی لوېدلی. ماشوم ور وکتل، ښځې په لاس کې د ګلانو ګېډۍ نیولې وه. ځوان د شا سیټ خلاص کړ، یو کار تن یې راواخیست.ماشوم منډه واخیسته په زړه دروازه دننه شو، ناره یې کړه: ادې لالا راغی!!! یوه په عمر پخه ښځه له دالان څخه را ووته، سترګې یې سرې وې، لاسونه یې د اور لوګي وهلي و، ویې ویل: کومه ده؟؟؟ ماشوم وویل: اوس به راشي.له دې سره ځوان او ښځه یې په دروازه راننوتل، په عمر پخې ښځې وخندل، رنګ یې تازه شو، پر زینو ورښکته شوه.ځوان کارتن ماشوم ته ونیو، مور ته یې لاس ورکړ.ښځې ځوان خپلې خوا ته ورکش کړ، پر تندي یې ښکل کړ، نږور ته یې وکتل، هغې د ګلانو ګېډۍ ورته نیولې وه، وې ویل: مورجانې ورځ دې مبارک.ښځې د زاړه ټیکري په پیڅکه خپله پزه پاکه کړه، په تورو خیرنو لاسونو یې ګېډۍ ورنه واخیسته، په حیرانۍ یې وویل: د مور ورځ؟؟؟ځوان په خوند وویل: هو.. نن د مور ورځ ده، ما سټوري هم درته کړې وه.په عمر پخې ښځې یوازې ورته کتل.ځوان کارتن ته مخ واړاوه، وې ویل: کېک مې هم درته راوړی. ښځې ماشوم ته وکتل، په چاودې واړو لاسونو یې کارتن ټینګ نیولی و، په خوند یې ورکتل...ځوان وویل: راځه چې پر موږ ناوخته کېږي..، د ښځې سترګې له اوښکو ډکې شوې، د ژبې لاندې یې وویل: (نو د مور همدا یوه ورځ وي؟؟؟)ځوان تر لاس کش کړه، ادې راځه کیک پرېک کړه!!!پای#د_مور_ورځ
Telegram Channel Link information
Category
General
Country
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language
Persian
Type
Telegram Channel Link
Subscribers
751