Home › Groups › ملا او سياست
ملا او سياست Telegram
Telegram Channel Link

ملا او سياست Telegram Channel Link

★★★★★ 0.0 (0 ratings)
👁 8 views ↗ 2 joins
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of) 🌐 Persian # General
About this telegram channel link
You can view and join @Pashto_toki_takali right away.
Telegram Channel

Latest public posts from this Telegram channel.

29 subscribers
03 May 2025 latest post
Click to fetch the latest posts directly from Telegram.
هغه عرب چې د میلمه‌پالنې نوم یې له صحراوو تر سمندرونو مشهور وو،هغه عرب چې د غیرت، شجاعت او میړانې افسانې یې د تاریخ پاڼو ته شرم ورکړی،هغه عرب چې زکاتونه او خیراتونه یې تر عجم ملکونو رسېدل،هغه عرب چې د هجرت په ورځو کې د مرستې لاس راوغځاوه،هغه عرب چې سخاوت یې د ملتونو مثال وو.نن هغه عرب، د یوې کاسې خوړو لپاره ساعتونه په کتار کې ولاړ وي،ماشومان یې د لوږې له وجې ژاړي،ښځې یې د خوراکي توکو په تمه د لمر لاندې ولاړې دي،او ټول جهان یې چیغې اوري، خو غوږ نه ورته نیسيغزه یتیمه ده، زخمي ده، لوږې ځپلې ده!راځئ، یو ځل بیا د اسلامي ورورولۍ لاس ورکړو،راځئ، د خپل غیرت او ایمان امتحان ورکړو،راځئ، له غزې سره مرسته وکړو که په مال وي، که په دعا، که په قلم!د غزې سره د مرستي شمېره ٠٠٩٣٧٧٨٩٧٠٥٢٨محسن احسان😭😰😰
مينه لېونۍ وي، زړونه ليوني کړي؛درد ورته په شا کړي اور يې زندګي کړي،و طالبه ياره ژوند وي ټوله مينه؛هېر دي کله نه شي زما ياد د زړه سره.😰نه پوهېږم څه ورته وليکم.😰صرف ليکلو ته پاتې شوو.😭
داچې زاريږو زارېدنه کې ديدار وينو؛له ستونځو وروسته ابديت وينو قرار وينو،😢¹موږ چې د پښو تلې په سرو سکروټو ږدو اودرومو؛د عشق پر يون و خپل منزل ته لنډه لار وينو؛له ستونځو وروسته ابديت وينو قرار وينو،²درد منو دار منو زندان منو په خپلو ځانو؛سبحان الله د رضا کيف اخلو خمار وينو؛له ستونځو وروسته ابديت وينو قرار وينو،😣³د جنون حد ته رسېدلي يو درمل عرفانه؛د الهي مينې سکون وينو اسرار وينو؛له ستونځو وروسته ابديت وينو قرار وينو،😥
د اسلام ستر امت چې کله د توحيد، اخلاص، جهاد او عدالت پر بنسټ ولاړ و، نړۍ يې د علم، اخلاقو او واکمنۍ مشعل ګرځولی و.خو د تاريخ په اوږدو کې د زوال توپان پرې راغی، چې تر ننه يې آثار پاتې دي.😔#د_أمت_زوال#كاتب_العزم #طالب_صميم_آواه
د استعمار نقاب!شپږمه برخه: د فکري استعمار علاج او دفعه(د فکر سپر جوړول)الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وبعد:که فکري استعمار زمونږ ذهنونه نيولي، افکار يې بدل کړي، او شخصیتونه یې موږ ته پردي کړي، نو موږ یې بايد راه حل پيداکړو؟ دا مهمه پوښتنه ده حې له دې بلاه څنګه ځان وژغورو؟ څنګه یې دفعه وکړو؟دا دفعه یوازې د احساساتو، شعارونو او ژړا له لارې نه کېږي، بلکې علمي، عملي او فکري اقدامات غواړي. راځئ څو مهمې لارې بیان کړو⟨۱⟩>. قرآن ته بېرته ورګرځېدلقرآن یوازینی کتاب دی چې له فکري استعمار څخه ازاد دی.د قرآن پیغام انسان ته فطري ازادي، عزت، او استقلال ورکوي.موږ باید قرآن د فیض سرچینه، نه یوازې د ثواب لپاره ولولو، بلکې د فکر، نظام او د ژوند کتاب یې وپېژنو.> سيد قطب رحمه الله وايي: "قرآن هغه یوازینی کتاب دی چې د انسان ذهن له بندګۍ خلاصوي، او الله ته یې تسلیموي."⟨۲⟩>. د خپل فکر پالنهموږ باید خپل فکري هويت وپېژنو، سوال وکړو زه څوک یم؟ ولې زه یم؟ څه مې رسالت دی؟خپل فکر ته خپلواکي ورکړه، د بل چا پر فکري نسخه ژوند مه کوه.د مطالعې، څېړنې، او ژور فکر له لارې خپل شخصیت پیاوړی کړه.⟨۳⟩>. واقعي علم زده کولعلم باید د اصولو، فکر او شعور لپاره زده کړو، نه یوازې د امتحان لپاره.علم چې بې عمله وي لکه بې روح انسان وي، یوازې د استعمار خدمت کوي.د امت د اصلي ارزښتونو، اسلامي تمدن، فکري اثارو او تاريخي عروج مطالعه ضروري ده.⟨۴⟩>. فکري استادان پېژندللکه څنګه چې جسمي ډاکټر ته اړتيا وي، همداسې د فکر ډاکټر ته هم اړتيا ده.د سيد قطب، ابو الحسن ندوي، مالك بن نبي، فخر الاسلام انګلوي، محمد قطب، او د ننني عصر مبارز "مولوي عبدالهادي مجاهد" او نورو غږونه باید واورو.⟨۵⟩>. د شخصيت روزنههر مبارز بايد پر خپل نفس کار وکړي. تقوا، صداقت، اخلاص، صبر، او عمل ته ژمنتيا ضروري ده. د "زه" تر فکري بند خلاصېدل، د امت لپاره سوچ کول، او د قربانۍ روحیه لرل مهمه ده.⟨۶⟩>. عملي هڅې يو خوځښت جوړولفکر یوازې په ذهن کې پاتې نشي، عمل ته هم اړتیا لري. تعلیم، مطالعوي حلقې، فکري پروګرامونه او ویښ نسل روزنه د فکري استعمار خلاف مبارزه ده.که هر يو تن، لږ تر لږه درې کسان راویښ کړي، دا تسلسل يو خوځښت ګرځي.#لنډيز:فکري استعمار به یوازې هغه وخت مات شي، چې قرآن، خپل فکر، خپل تاریخ، او خپل ارزښتونه بېرته خپل کړو.او دا کار ستا، زما، او د هر باشعوره ځوان د هڅو سره شونی دی.نو ته هم د مبارزې لار روانه کړه! ته يې!.#فکري_استعمار #كاتب_العزم #طالب_صميم_آواه
د استعمار نقاب!پنځمه برخه: د فکري استعمار حل‌لارې او د ځان او امت ساتنهبِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِد استعمار پر ضد فکري سْپَرونه!د استعمار زهر، که څه هم پټ دی، خو ډېر وژونکی دی. له هغه وخت راهیسې چې استعمار د توپ او توپک له لارې زموږ ځمکې لاندې کړې، ورپسې یې زموږ ذهنونه هم اشغال کړل. خو دا اشغال یوازې د جګړې له لارې نه، بلکې د فکرونو، مفکورو، ژبو، تعلیم، رسنیو، فیشن او فرهنګ له لارې هم شوی دی. اوس دا مهمه ده چې پوه شو چې موږ له دې استعمار نه څنګه ځان ساتلی شو؟⟨۱⟩>. اخلاص او هدف پېژندنه:د هر فکري مبارز تر ټولو قوي وسله نيت دی. هغه څوک چې د الله د رضا لپاره کار کوي، استعمار ته شکست ورکولی شي. د امت درد پېژندل، خپل هدف ټاکل او بیا د اخلاص له مخې قدم اخیستل، دا د نجات پیل دی.⟨۲⟩>. د خپل تاريخ، دين او هويت پېژندنه:فکري استعمار هڅه کوي چې موږ له خپل ماضي شرمنده کړي، يعنې تاريخ مو راته تورن کړي، او پردی حال پردی تاريخ را ته فخر وښيي. خو موږ باید خپل تاريخ ولولو، خپل اصيل هويت وپېژنو، او دا يقين وکړو چې امت مو تر ټولو ستر تمدنونه درلودلي دي.#مثالونه:د خلفاء راشدينو عدلد اندلس علمي ښکارندویيد عثماني خلافت نظامد امام غزالي، ابن تيميه، شاه ولي الله او علامه اقبال فکرونه⟨۳⟩>. علمي وده او فکري مطالعه:هر مسلمان باید لږ تر لږه دومره پوهه ولري چې له ځان نه دفاع وکړای شي. کتابونه، معتمدې مقالې او ديني دروس ولولئ. د حق او باطل توپير زده کړئ، ځکه ناپوهي د استعمار بهترينه ګوله/لقمه ده.⟨۴⟩>. خپل تعليمي او فرهنګي چاپېريال سمول:د فکري استعمار یوه مهمه لاره د نصاب او رسنيو لاره ده. که موږ دا منابع له سره اصلاح نه کړو، نو راتلونکي نسلونه به مو هم د استعمار نه شکست وخوري. موږ باید خپل نصاب ته اسلامي روښانه فکري رنګ ورکړو، او رسنۍ بايد د امت د ویاړ، علم، غیرت او هويت ښکارندوی وي.⟨۵⟩>. عملي مبارزه او همکاري:فکري مبارزه یوازې په کتاب، په احساساتو او خبرو نه کېږي، بلکې عمل ته اړتیا لري. له هغو کسانو سره یو ځای شئ چې دا درد لري. ځوانان، لیکوالان، د مدرسو او پوهنتون استادان، ټول باید یو موټی شي، تر څو دا فکري زولنې وشلوي.⟨۶⟩>. د امت ترمنځ فکري یووالی:دا هم یوه مهمه وسله ده چې موږ خپل امت تقسیم نه کړو، بلکې د وحدت فکر خپور کړو. د مسلکونو، ژبو او ملتونو توپيرونه زموږ قوت ته زیان رسوي، موږ بايد هڅه وکړو چې دا تقسيم مات کړو او أمت ته دا ووايو چې ځانونه د فرقو فرقو کولو نه وساتئ، ځکه الله ويلي دي: "وعتصموا بحبل الله جميعا ولاتفرقوا..." ټول يو موټی شئ او د الله سبحانه وتعالی په رسۍ ځانونه ونيسئ، پرېږدئ قومييز، منطقييز او ژبنیز اختلافات.#لنډيز:فکري استعمار دومره پیاوړی نه دی، لکه څنګه چې موږ کمزوري شوي يو. که موږ اخلاص، علم، خپل تاریخ او واحد فکري دریځ ولرو، استعمار هېڅکله زموږ ذهنونه نه شي اشغالولی.نو اوس وخت دی چې موږ د استعمار پر ضد نه یوازې خبرې وکړو، بلکې یو فکري سْپَر جوړ کړو، او دا سپر به زموږ راتلونکی نسل ساتي.#فکري_استعمار #كاتب_العزم #طالب_صميم_آواه
Channel name was changed to «ملا او سياست»
د_استعمار_نقاب!اوله_برخه۱: د فکري استعمار پېژندنه او تعريف.بسم الله الرحمن الرحيمالحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين، ولا عدوان إلا على الظالمين، والصلاة والسلام على سيد المجاهدين، نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد:د نن ورځې مهم ترينه ابتلاء چې زموږ امت ورسره لاس او ګرېوان دی، هغه فکري استعمار دی؛ يو خاموش او بې‌سروصدا يرغل، چې انسان د خپل عقل او ذهن له لارې بندي کوي، د هغه هويت، تاريخ او عقيده تر پوښتنې لاندې راولي، او دی تر خپل تسلط لاندې راولي، پرته له دې چې دی خبر شي.(1)› فکري استعمار څه شی دی؟فکري استعمار د دې نوم دی چې د يو قوم فکر، عقل، نظر، ذوق، فهم او باورونه داسې بدل شي چې هغوی د مستعمِر قوم تر نفوذ لاندې راشي، د دوی په سترګو وګوري، د دوی له زاويې فکر وکړي، او د دوی د خوښې له مخې ژوند ته معنا ورکړي، حتا که دا معنا له دوی خپل دين، فرهنګ او شرف واخلي.په بل عبارت:فکري استعمار دا دی چې انسان د خپلواکۍ دعوه کوي، خو فکر یې د بل چا بندي وي.(2)> د فکري استعمار نښې او مظاهر!(¹)کله چې مسلمان ځوان له خپل دين نه شرميږي، خو د غربي کلتور تقلید فخر ګڼي.(²)کله چې اسلامي ارزښتونه ورته زاړه شي، خو کفري تمدن ورته "ماډرن" ښکاري.(³)کله چې د امت د دردونو حل د قران او سنت پر ځای، د ملګرو ملتونو له پرېکړو غواړي.دا ټول فکري استعمار دی، ځکه دلته د فکر قُطب بل چاته اووښتی دی.(3)> ولې دا استعمار ډېر خطرناک دی؟فکري استعمار د توپ، ټانک، او بم په څېر نه وي چې ژر ښکاره شي؛ بلکې دا د اوبو لاندې اور دی، چې کله شعله شي، بيا امت خاورې کوي. هغه وخت چې بدنونه آزاد وي، خو فکرونه بنديان، نو دا امت به څنګه بيدار شي؟لنډيز!نو ضرور ده چې فکري استعمار وپېژنو، تعريف یې وکړو، او د خطر زنګ يې پر ځان واورو. ځکه چې که فکر بندي شو، نو باقي هر څه به په خپله تسليم شي.دوام لري......#فکري_استعمار#کاتب_العزم#طالب_صميم_اواه
Telegram Channel Link information
Category General
Country 🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language Persian
Type Telegram Channel Link
Subscribers 29
Rate this group

How would you rate this community?

0.0 ★ Join Group →