Home › Groups › Pashto Tolana
Pashto Tolana Telegram
Telegram Channel Link

Pashto Tolana Telegram Channel Link

★★★★★ 0.0 (0 ratings)
👁 4 views ↗ 1 joins
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of) 🌐 Persian # General
About this telegram channel link
You can view and join @Pashtotolana right away.
Telegram Channel

Latest public posts from this Telegram channel.

36 subscribers
17 Jul 2024 latest post
Click to fetch the latest posts directly from Telegram.
په کور کې چې کوم څه استعمالیږي ماشومان یې باید نومونه زده کړي، دا ځل مو تاسو ته د کور د سامانونو نومونه مو په تلفظی او تصویري ډول ستاسو ماشومانو ته برابر کړي تر څو ستاسو ماشومان دا لغاتونه زده کړي او ژر تر ژره خبرې شروع کړي.لینک : کامنټ کشي ! 👇👇
سافټ رینک کمپني د ځوانانو هیله ؛ #SoftRankCompany #Soft_Rank_Company #Soft_Rank
تیر کال که مو په یاد وي په خپل فیس بوک کې مې ولیکل چې چټ جي پي ټي پښتو لیکل نه کوي په ځای فارسي لیکي هغه وخت مې وعده ستاسو سره کړي وه چې پښتو به ورباندي زده کوم. دا دی د یو کال په تیریدو سره اوس ولاړ سی چټ جي پي ټي څخه پښتو وغواړی او وګوری چې تر ګوګل ژباړي تاسو ته بهتره ژباړه او لیکنه کوي که نه؟په دې یو کال کې مې ورته لغاتونه وژباړل د بي بي سي پښتو او نورو پښتو مقالو متنونه مې ورته ولیږل اوس چټ جي پي ټي په پوره ډول پښتو لیکنې کوي.دا چې چټ جي پي ټي څنګه استعمال کړو لینک یې تاسو ته په کامنت کې پریږدم.#softrank_company #softrank #appdevelopment #tawheed_jan #webdevelopment #softwaredevelopment #businesssuccess
😇Hey kids , Have you heard a bout ( learn Pashto ).#softrank_company #softrank #appdevelopment #softwaredevelopment #businesssuccess #webdevelopment
Learn Pashto - پښتو زده کرهد پښتو ژبي د زده کړې لپاره نور ضرورت نسته چې کوم کورس يا ښونيزو مرکز ته ولاړ سي او پيسي او وخت مصرف کړي. اوس د ددي کاريال سره په خپل کور کښي پښتو په آسانه او غوره طريقه سره زده کولاي سيپه ځانګړی ډول د ماشومانو لپاره؛د میشتو افغانو ماښومانو ، او خاریجي ماښومانو لپاره؛د کاريال ( آپلیکشن ) ځانګړي تياوی.تر 2000 څخه ډير پښتو لغاتونه د پښتو ژباړي او غږ سره.پښتو لغاتونه د انځورونو سره.د لغاتونو د زده کړي لپاره خاصه بازي Game چې پکښي نمري لاسته راوړي او ملګری مو پکښي چلينج کړي.او د کاريال ډير ښکلي ډيزاي.د کاریال ( آپلیکشن ) راتلونکي ؛✅ پښتو بشپړه مکمل ګرامر📈 پښتو لنډی او مکملي جمله بندي✏ پښتو امتحان📱 ویډیو زده کړهاوس تاسي کولای سی د ګوګل سټور ( پلي سټور ) څخه یی ډانلوډ کړي. دا کاریال ( آپلیکشن ) دسافټ رینک کمپني لخوا جوړ سوي دي#Tawheedjan #soft_rank #Soft_Rank_Company
د نېکـمرغه کوچـني اخـتر د رارسېــدو لـه امله د سافټ رینڪ کمپني ،او کارکوونکو او ټولو هيوادوالو تـه د زړه له کومي مبارکي وايم، طاعـات او عبادات مـو د الله ج په دربار کي مقبول او منظور سه!درنو هيواد والو د سافټ رینڪ ګروپ د مؤسس او عمومي رئيس په توګه ټولو معززو هيواد والو ته اطمينان ورکوم چي راتلوونکی کال به د يو لړ خاصو پرمختګونو شاهدان و اوسو، د سافټ رینڪ نړيوال ڪمپني به د سږ کال پرمختګونه نور هم پراخ کړي او هيواد والو ته به هغه خدمات او اسانتياوي برابري کړي چي تر اوسه په افغانستان کي موجود نه وي، موږ به خپل خدمات نور هم معياري کړو تر څو د نورو هيوادونو په خاص ډول همسايه ګانو سره ځانونه سيال او هيواد وال به مو د غوره ټیکنالوژی ، په برخه کي د هر ډول اسانتیاوو څخه برخمن کړو، ان شاءالله! اختر مو بختور سه!په درنښت توحید عربي د سافټ رینڪ کمپني مؤسس او عمومي رئيس
زموږ د پاڼي ټاپ فن (𝐓𝐨𝐩 𝐅𝐚𝐧) سئ؛ او د بيلابيلو جايزو ګټونکي سئ!🎉🎁🎉څه ډول پدې کټګورۍ کي راتلای سم؟ - ډېر ساده!فقط زموږ پاڼه خوښه کړئ، زموږ پر پوسټونو باندي کمنټ وکړئ او زموږ پوسټونه درسره شېر کړئ، تاسو په اتومات ډول د فېسبوک کمپنۍ لخوا زموږ د فېسبوک پاڼي ټاپ فن جوړیدای سئ!ددی هفتئ ټاپ فن ( Usman Usmai ) دی ؛ تاسو ته د( سافټ رینڪ کمپنی ) ( Soft Rank ) لخوا د ځانګری جایزی ګټونکي یاست !تاسو ڪولای سئ خپل ځانګړی جایزه ترلاسه کړی ! مننه ; https://whatsapp.com/channel/0029VaZt5LAFnSzG0Q2L6G06#softrank_company #softrank #appdevelopment #SoftwareDevelopment #businesssuccess #webdevelopment #databasemanagement #technology #سافټ_رینڪ #سافټ_رینڪ_کمپنی
Here you can get updates about Soft Rank APPS and also can share your feedback with us, so we can bring changes according to your ideas.موږ ستاسو لپاره هر ډول کاریالونه جوړو. او د خپلو کاريالونو په اړه هر ډول معلومات درسره شير وو.https://t.me/softrank
ولې د تلیفون کیمره کې نقطه شتون لري، د هغې دنده څه ده؟ دا اسانتیاوې په هیڅ Android تلیفون کې نه موندل کیږي. دا سوری دومره کوچنی دی چې ډیری خلک ورته پام نه کوي. مګر ایا تاسو پوهیږئ چې دا کوچنی اوریفس خورا مهم هدف او فعالیت لري؟ په اصل کې په آی فون کې ورکړل شوی دغه کوچنی سوری یو 'مائیکروفون' دی، کله چې شاتنۍ کامره وکاروئ، د غږ ثبتولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي. یعنی آی فون په پورتنۍ او ښکته او شاته اړخ کې مایکروفون لري، نو مهمه نده چې تاسو څنګه تلیفون ونیسئ او ثبت یې کړئ، په تلیفون کې غږ به ښه خوندي شي. د دې سوري اندازه په هر آی فون کې توپیر لري، ځینې یې خورا کوچني دي پداسې حال کې چې نور یې یو څه لوی دي، ځینې انډرایډ تلیفونونه هم د کیمرې تر څنګ دا سوري لري. دلته دا هم د یادولو وړ ده چې ایپل په لومړي ځل په 2013 کې په خپل آی فون کې د آی فون 5S سره د دې اندازې مایکروفون معرفي کړ چې په مینځ کې پیښیږي. په هرصورت ، د آی فون 11 لړۍ راهیسې ، دا د درې کیمرې ماډل لاندې ښیې اړخ کې ځای په ځای شوی.
د مجلس آدابد هر شي لپاره ښایست او زینت سته او د مجلس ښایست د هغه آداب دي. دارنګه مجالس د آدابو پرته فالتو دي، نو له همدې امله هغه آداب چي اسلام د مجلسونو لپاره مشروع بللی دي هغه باید وپېژندل سي او مراعت کړل سي. د مجلس ځیني آداب په لاندي ډول دي: 1. هر کله چي څوک و مجلس ته داخلېږي باید اول سلام ووايي. 2. کوم مجلس ته چي څوک داخلېږي باید د مجلس د شریکانو څخه اجازه وغواړي، که يې اجازه ورکړه داخل دي سي او که يې ور نه کړه نو نه دي داخلېږي. 3. کله چي یو نفر مجلس ته داخلېږي د مجلس ګډونوال باید په مجلس کي پراخي راولي یعني بل کس ته د ناستي ځای پیدا کړي او دا الهي امر هم دئ. 4. د مجلس اسرار او رازونه باید افشاء نه سي، ځکه مجلسونه امانت دي لکه څنګه چي همدا نبوي ارشاد هم دئ. 5. په مجالسو کي باید هر کس ته د خبرو کولو موقع ورکړل سي او نور ټول باید غوږ ورته ونیسي. 6. په عامو مجالسو کي باید انفرادي، د دوو کسانو یا درو کسانو ترمنځ پټي خبري و نه سي، ځکه دا هم د مجلس خلاف کړنه ده، دارنګه نور ګډونوال هم شکمن کېږي چي په موږ کومه غلطي یا کمی سته. 7. هر کله چي مجلس پای ته ورسېږي نو د مجلس دعا او درود شریف باید وویل سي، ځکه دا د مجلس کفاره ده. 8. په مجالسو کي باید غیبت، تهمت او بهتان و نه ویل سي او د ټولو بدو الفاظو د ویلو څخه ډډه وسي. 9. په مجالسو کي باید د ناروا کړنو (لکه: سروز او داسي نورو شیانو) څخه ډډه وسي. 10. که چیري د مجلس څخه یو کس ولاړسي د هغه پر ځای د ناستي څخه باید ډډه وسي. 11. د مجلس ګډونوال باید دمجلس تر پایه ګډون وکړي او بې له ضرورته مجلس پرې نه ږدي. 12. هر مجلس باید یو مشر ولري تر څو مجلس وڅاري او د مختلفو موضوعاتو د څېړلو څخه يې مخنیوی وکړي تر څو پر مقصودي موضوعاتو مجلس وسي. 13. په مجلس کي باید ناسته په ادب سره وسي، د پښو غځولو څخه باید ډډه وسي، مګر که چیري کوم مشر وو یا ضرورت وو نو بیا هیڅ پروا نه کوي. 14. په مجلس کي باید د بې ګټو خبرو او بېځایه خندا څخه ځان وساتل سي. 15. تر څو چي د خبرو اجازه چا ته نه وي ورکړل سوې نو باید پټه خوله کښېني. 16. که چیري یو کس خبري کوي نو د هغه د خبرو په منځ کي مداخله مه کوه. 17. په مجلس کي باید په میانه آواز خبري وسي چي نه ډېر لوړ وي او نه ډېر کرار. 18. په مجلس کي باید د نورو کسانو سپکاوی و نه سي او نه هم چا ته تکلیف ورسېږي. 19. مجلس ته د داخلېدو سره سم باید بل کس د ځای څخه ولاړ نه کړي تر څو د هغه پر ځاي کښېني، البته که چیري یو مشر راسي نو هغه ته باید ځای ورخالي سي. 20. په مجلس کي باید د خوب کولو څخه اجتناب وسي.#معلومات
امام شافعي -رحمه الله- وايي:درې شیان قدرمن دي:۱/ په یوازیتوب کي تقوا.۲/ په نېستي کي سخا.۳/ د چا څخه چي اميد یا بېره ولرې، د هغه په وړاندي د حق وينا.#معلومات
د حق په چارو کي زموږ مرستندویه اوسئ!(د عمر بن عبد العزیز – رحمه الله تعالی- د ویناوو څخه) کله چي عمر بن عبد العزیز – رحمه الله تعالی- د مؤمنانو امیر وټاکل سو، نو نوموړی خلکو ته د خبرو کولو لپاره راووتئ او د دوی احوال يې اخیستل. کله چي خلکو نوموړی ولیدئ نو د تعظیم او عزت لپاره د ده مخ ته ولاړ سول چي په دې سره د عمر بن عبد العزیز – رحمه الله تعالی- د مخ بڼي تغیر وکړ او خلکو ته يې وویل: اې خلکو! که تاسو ولاړېږئ موږ هم ولاړېږو او که تاسو کښېنئ موږ هم کښېنو، خو حقیقت دا دئ چي د مخلوقاتو رب ته انسانان ودرېږي او بیا يې د اعمالو یوه نقشه ورته رسم کړه او و يې ویل: یقیناً الله تعالی فرضي اعمال فرض ګرځولي او سنت اعمال يې سنت ګرځولي دي، نو کوم چا چي دا اعمال سر ته ورسول هغه حق ته ورسېدئ او کوم چا چي پرېښودل هغه د حق څخه بې برخي سو او کوم څوک چي غواړي زموږ سره ملګرتیا وکړي، نو زموږ سره دي په دغه پنځو شیانو کي ملګریتوب وکړي: 1. د هغه چا حاجت او غوښتنه دي تر موږ پوري راورسوي د کوم چا غوښتنه چي تر موږ پوري نه رسېږي. 2. په هغه چارو کي دي موږ ته د عدل کولو توصیه کوي په کومو چارو کي چي موږ عدل نه وي مراعت کړی. 3. د حق په چارو کي زموږ سره همکار او مرستندویه واوسئ، زموږ او د عامو خلکو امانتونه ادا کوئ. 4. موږ ته د هیچا غیبت مه کوئ. 5. کوم څوک چي دا ډول کړني و نه کړي د هغه لپاره زموږ ملګریتوب او یوځای کېدل ډېر سخت دي.#معلومات
ایا خبر یاست؟چې د لمر دننه ١ میلیون داني ځمکي ځایږي.#ایا_پوهیږی
عَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِيْ وَقَّاصٍ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُوْلُ: ( إنَّ اللهَ يُحِبُّ الْعَبْدَ التَّقِيَّ، الْغَنِيَّ، الْخَفِيَّ ) ( صحيح مسلم د حديث شمېر: 2965)دسعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : چې ما د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي هغه فرمايل : الله تعالی د هغه بنده سره محبت كوي كوم چې خپل ځان د ګناهونونه بچ ساتې او د مخلوق نه خپل ځان بي پرواه کړې ، او خپل نيک عملونه نه ښکاره کوي.#حدیث_شریف
مشتري د لمریز نظام تر ټولو سیارو ستر دی ، او له لمر ، سپوږمۍ ، زهره نه وروسته په ټول غونډاري کې څلورم ځلانده سیاره ده ، روښني يې تر زهره کمه او تر شعری یماني ، چې په ثوابتو کې تر ټولو زیاته روښانه سیاره ده پنځه ځله زیاته ده ، د لمر نه د بعد به اعتبار سره پنځم ځای لري ، د لمریز غونډاری په عملاقي ګازي جوفیانیه سیارو کې ( مشتري ، زحل ، اورانوس او نپټون ) کې مشتري تر ټولو ستر دی ، له لمر سره يې درمیانه مسافه 778,330,000 کم ، او قطر يې پر خط استواء 88735 میله دی ، د ځینو په آند بیا 90190 میله دی ، او پر قطبینو 84570 میله دی .د مشتری کتله :د لمریز غونډاري په سیارو کې هم مشتري لویه سیاره ده ، ځکه چې د مشتري کتله د نور باقي سیارو د کتلې دوه نیمي برخي تشکیله وي ، او مشرتي د زمکي تر کتلې په 318 وراه لویه سیاره ده ، او حجم يې د زمکي د حجم نه 1317 واره لوی دی ، او کثافت يې د زمکي د هغه نه کم یعني برخه ده .د مشتري کتله د لمر د کتلې تر 1/1000 ځله هم ډیره کمه ده ، خو د نور باقي کواکبو د مجموعې کتلې نه په دوه نیم واره لویه ده.#معلومات
بریتانیا کې بېړنۍ خبرتیا؛ یو غږ چې کولی شي ستاسو ژوند وژغوري.☎🔈📛🚨Tawheed Jan
بریتانیا کې نن د لومړي ځل لپاره د بیړنۍ خبرتیا په نوم یو سیستم و ازمایل شو او له کبله به یې د دې هېواد د وګړو په ګرځنده تلیفونونو کې بېړنی زنګ وکړنګول شو.ټوله بریتانیا کې خلکو په خپلو ګرځنده تلیفونونو کې د لسو ثانیو لپاره دا لوړ غږ واورېد.ویل کېږي دا خبرداری ان په هغو تلیفونونو کې هم وغږول شو چې خاموش وو.د بریتانیا د لومړي وزیر مرستیال اولیور ډاوډن وویل، بیړنۍ خبرتیا کېدای شي هغه غږ وي چې "ستاسو ژوند وژغوري."Tawheed Jan
همدارنګه تاسې کولی شئ، د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره خپل وتس اپ حساب ګډ کړئ یعنی هغوی کولی شي خپلو تلیفونونو کې ستاسو وتس اپ پرانیزي او وېڅاري.که لیواله یاست د خپل خاوند وټس اپ خپل تلیفون کې پرانېستلی شئ او یا هم د ژوند ملګري کولی شي د یو بل د وتس اپ حساب په خپلو موبایلونو کې پرانیزي یا لاسرسی ورته ولري.Tawheed Jan
وټس اپ د یوې نوې ځانګړنې اضافه کولو په درشل کې دی چې یو عکس او وېډیو به تر یو ځل کتلو وروسته د ګرځنده ټیلیفونونو له وټس اپ کاریال (اپلیکېشن) ړنګېږي.وروسته تر هغه چې ترلاسه کوونکی لومړی ځل انځور پرانیځي د "یوځل ووینئ" غوراوی به پرته له دې چې په ټیلیفون کې وساتل شي، انځور یا وېډیو په خپل سر پاکه شي.وټس اپ ویلي، دا ځانګړتیا د "کارنو د خصوصي حریم د غوراوي لا ډېرې ساتنې" په پار زیاتوي.Tawheed Jan
Telegram Channel Link information
Category General
Country 🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language Persian
Type Telegram Channel Link
Subscribers 36
Rate this group

How would you rate this community?

0.0 ★ Join Group →