Telegram
Telegram Channel Link
Hurriyat Radio Pashto Telegram Channel Link
👁
3
views
↗
0
joins
About this telegram channel link
حریت په انلاین، چاپي، ویډيوي او راډیويي برخو کې ولس ته رسنیز چوپړ وړاندې کوي. حریت د ولس رښتینی غږ! نوی رسمي چېنل، مخکېنی ټلیګرام لخوا تړل شوی.
Telegram Channel
Latest public posts from this Telegram channel.
452
subscribers
14 Oct 2026
latest post
د پلخمري–کندز سړک د ۶۰ کیلومتره برخې د داغګیرۍ او بیارغونې چارې پیل شوېد بغلان ولایت د ټولګټو ریاست مسوولینو د پلخمري–کندز سړک د ۶۰ کیلومتره برخې د داغګیرۍ او بیارغونې چارو د پیل خبر ورکړی دی.د بغلان د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالخالق حقمل وايي، د دې پروژې چارې د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لوري پیل شوې دي او لګښت یې له ۱۷ میلیونو افغانیو څخه زیات دی، چې د ټولګټو وزارت له خوا ورکول کېږي.د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې د یاد سړک د داغګیرۍ او بیارغونې چارې په اوو میاشتو کې بشپړې شي.یوټیوب لېنک: https://youtu.be/vay3lzYb6ms
هلمند کې د ۳۸۰ کارټنه درملو د قاچاق مخه نیول شوېد ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې سرحدي لوا شپږم کنډک منسوبینو د هلمند ولایت بهرامچې ولسوالۍ په پارم سیمه کې د ۳۸۰ کارټنه انساني درملو د قاچاق مخه نیولې ده.یادې قول اردو ویلي، دغه درمل له پاکستان څخه افغانستان ته په ناقانونه او قاچاقي توګه لېږدول کېدل چې بهرامچې سیمه کې ونیول شول.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل شوي قاچاقي درمل نیولي او وروسته یې له منځه وړي دي.#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ واورې د پنجشېر غرونه سپین کړلد پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیفالدین لتون وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د لومړۍ واورې د ورېدو له امله د دغه ولایت غرونه سپین شوي او په بېلابېلو سیمو کې یې د ورښتونو لړۍ روانه ده.د نوموړي په وینا، د پنجشېر په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرې ورځې راهیسې واوره ورېدل پیل شوي دي.#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس ملا عبدالحق همکار د ازبیکستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې د پلي کېدو بهیر د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د پروژې پرمختګ، شته ستونزې، د مالي سرچینو برابرول، د تخنیکي اسنادو بشپړول او د درول شویو فعالیتونو د بېرته پیلولو په اړه بحث کړی دی.ښاغلي همکار ویلي، د سرخان–پلخمري پروژې بشپړېدل کولای شي د افغانستان د برېښنا رسونې ظرفیت لوړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې همکاري او د برېښنا سوداګري پراخه کړي.ویل کېږي، چې د غونډې په پای کې دواړو لورو د همغږۍ پر پیاوړتیا، د شته خنډونو پر لرې کولو او د پاتې فعالیتونو د چټکتیا او پروژې د بشپړېدو لپاره د یوې مشخصې کاري طرحې پر جوړولو ټینګار کړی دی.#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
هرات کې د سړک جوړولو دوه پروژې پیل شوې دغه پروژې د هرات ښار په لسمه ناحیه کې د ۱۲میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي. یوټیوب لېنک: youtube.com/shorts/XufqA2x
د افغانستان په بازارونو کې د نن ورځې د اسعارو بیې#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
کابل کې تېره ورځ د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول د امام ابوحنیفه رحمهالله پنځم ملي او نړۍوال نندارتون، چې د روانې تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه د شاوخوا ۲۰ هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو په ګډون پرانیستل شوی و، تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېد. یوټیوب لېنک: youtu.be/5HohEHg-0pE
د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس مولوي عبدالکریم فاتح د یوې تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان «ایکو»په سیمهییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته سفر کړی دی.د ټولګټو وزارت ویاند ویلي، ښاغلی فاتح به په دې غونډه کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، د روانو پروژو او د اوسپنې پټلۍ ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي.د معلوماتو له مخې، د سیمهییز اتصال پراختیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې او د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا په اړه هم خبرې اترې د دې غونډې د بحثونو مهم محورونه دي.د ټولګټو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې ګډون به د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جلب او د سیمهییز اتصال پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي.#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې، د هرمز تنګي په اوبو کې پر بېړیو د ایران د سمندري ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان (UKMTO) تېره ورځ خبر ورکړی، چې په هرمز تنګي کې یوه کانټینري بېړۍ او یو نفتوړونکی ټانکر په نښه شوي دي.له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې له ایران سره د ترینګلتیا په منځ کې ښکېل دی، په الاسکا کې یوې وینا ته د خبرو پر مهال د ایران په اړه ګواښوونکی دریځ خپل کړی او ویلي یې دي، چې د دوی د زغم کاسه نوره ډکه شوې ده.د امریکا ولسمشر ویلي«انتظار وکړئ، چې وګورئ له ایران سره به څه وکړو.»#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
د کابل–جلالاباد لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوهد ټولګټو وزارت خبر ورکړی، کابل–جلالاباد لویه لار، چې د سېلابونو راوتلو له امله په څو برخو کې تړل شوې وه تېره شپه بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.دغه وزارت ویلي، چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د لارې د پاکولو او د سېلابونو د پاتې شونو د لرې کولو بهیر د چټکتیا په موخه سیمې ته تللی او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې کړې دي.کابل–جلالاباد لویه لار پرون د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله تړل شوې وه، چې له کبله یې د مسافرینو تګ راتګ او د توکو لېږد له جدي ستونزو سره مخ شوی و.یوټیوب لېنک: https://youtu.be/6jdWgA5QpGA
د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي، د دغه هېواد د دولتي تېلو شرکت ارامکو یوه اداري ودانۍ د ظهران ښار کې په نښه او سوځېدلې ده.رویټرز خبري آژانس د ارامکو شرکت د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې پر دغه شرکت بالستیک توغندی لګېدلی او درې پورتني پوړونه زیانمن شوي دي.دا برید د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ د نښتو د زیاتېدو وروسته شوی دی.له بلې خوا سعودي چارواکي وايي، پر ریاض ښار کې د دوو شنډو شویو توغندیو د پاتې شونو د لوېدو له امله څلور کسان ټپیان شوي او ۱۵ کورونو ته زیان اوښتی دی.د سعودي عربستان پر دولتي تېلو شرکت ارامکو دغه برید په داسې حال کې شوی، چې حوثیانو یوه ورځ مخکې د سعودي عربستان د درېیو سیمو اوسېدونکو ته د تخلیې ویلي و.#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
د نن چهارشنبې ورځې نېټه#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
د طبیعي پېښو د خطرونو مخنیوي په تړاو افغانستان د نړۍوالو ملاتړ ته اړتیا لري د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې کابل کې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو نړۍواله ورځ ونمانځله. د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي وايي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له امله ګڼو ستونزو سره مخ دی او د دغو پېښو د خطرونو کمولو او پر وړاندې یې د چمتووالي لپاره د نړۍوالو بنسټونو ملاتړ ته اړتیا لري. یوټیوب لېنک: youtu.be/eFEmenjWx8g
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون غونډه کې د ولایتونو د کټګوریو له مخې د صنعتي پارکونو د ځمکو بیې تصویب کړې دي.د دې پرېکړې له مخې، په لومړۍ درجه ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د ځمکې د هر متر مربع بیه ۱۵۰ افغانۍ، په دویمه درجه ولایتونو کې ۱۰۰ افغانۍ او په درېیمه درجه ولایتونو کې ۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په دې غونډه کې د ۱۴۰۴ کال د تعرفو کمېټې شپږ میاشتنی راپور هم وړاندې او تایید شو، چې له مخې یې د ځینو وارداتي توکو تعرفې، چې په کور دننه ورته تولیدات لري، د بازار د وضعیت له ارزونې وروسته لوړې شوې دي.#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې کابل به د لړم میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د کرنیزو محصولاتو د ۳۵م نندارتون کوربه وي.په دغه نندارتون کې به د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل محصولات، کرنیز ماشینونه، زعفران، طبي بوټي، د اوبو لګولو تجهیزات، مثمر او غیرمثمر نیالګي، د برېښنا تولیدولو لمریزې دستګاوې او د لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندې شي.د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې به بزګران او تولیدوونکي د راتلونکو همکاریو د پراختیا په موخه له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه او هوکړې هم لاسلیک کړي.دغه نندارتون به د کابل په بادام باغ کې د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو او سوداګرو په ګډون جوړ او څلور ورځې به دوام وکړي.#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
په افغانستان کې د «بيبيسي» نشرات وځنډول شولد اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د مکررو سرغړونو له کبله یې په افغانستان کې د بيبيسي رسنیز ادرس نشرات ځنډولي دي.د یاد وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، د اوس لپاره پرېکړه پر دې شوې، چې فعالیت یې وځنډول شي.یوټیوب لېنک: https://youtube.com/shorts/8kK6Z5NkaBg
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي د امام ابوحنیفه رحمهالله د پنځم ملي او نړۍوال نندارتون د پای په مراسمو کې ویلي، چې په دغه نندارتون کې د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.د امام ابوحنیفه رح پنځم ملي او نړۍوال نندارتون د روانې تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۲۰ هېوادونو د سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو په ګډون پیل شوی و، چې په ۷۰۰ غرفو کې یې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.دغه نندارتون په افغانستان کې د پانګونې د جذب او له نړۍوالو پانګوالو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره اغېزمن او ګټور بلل شوی دی.د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، له یو میلیون څخه زیاتو کسانو له دغه نندارتون څخه لیدنه کړې ده.#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وایي، د افغانستان ثبات او پرمختګ نه یوازې د دې هېواد د خلکو، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، باثباته افغانستان کولای شي د سیمهییز اتصال د پراختیا، سوداګرۍ د ودې او ګډې سولې او ارامۍ لپاره زمینه برابره کړي.ښاغلي تکل ټینګار کړی چې د سیمې راتلونکی په ګډ ثبات او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور په پیاوړتیا کې نغښتی دی.#حریت_راډیووېبسایټ لېنک: https://hurriyat.af
Telegram Channel Link information
Category
General
Country
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language
Persian
Type
Telegram Channel Link
Subscribers
452