Home › Groups › 𝐈𝐬𝐥𝐚𝐦 - اسلام
𝐈𝐬𝐥𝐚𝐦 - اسلام Telegram
Telegram Channel Link

𝐈𝐬𝐥𝐚𝐦 - اسلام Telegram Channel Link

★★★★★ 0.0 (0 ratings)
👁 3 views ↗ 1 joins
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of) 🌐 Persian # General
About this telegram channel link
په دي چینل کې تاسو ته اسلامي لارښوني ورځني حديثونه غوره ويناوي شایسته اسلامي ويډیوګاني دیني مسایل وړاندي کیږې. د تبادلي لپاره لپاره له اډمین سره ارتباط وکړي.....
Telegram Channel

Latest public posts from this Telegram channel.

161 subscribers
09 Dec 2025 latest post
Click to fetch the latest posts directly from Telegram.
زموږ په ټولنه کې زیاتره وخت د واده پر ځای د دوو کورنیو تر منځ سوداګري کېږي، چې هم د هلک او هم د انجلۍ ژوند خرابېدو لامل کیږي که د زوی او لور خوښۍ ته قدر ورکړل شي، د دواړو ژوند به خوشبخته وي، خو پښتانه دا بې غیرتي ګڼي.
د Waveful اړوند راسره خپل نظریات شریک کړئ.تاسو دا اپلیکیشن څنګه ارزوئ؟کومې ستونزې یا مشکلات پکې وینئ؟زما خپل نظر: ما چې کوم ریسرچ ورباندې وکړ، داسې څه مې پیدا نه کړل چې دغه ایپ د سکیم وي، یا هم د وخت ضایع لپاره راغلی وي.په اپلیکیشن باندې کافي کار شوی دی، او د مونیتایزیشن اسانه شرایط لري.تاسو هم خپل نظریات راسره شریک کړئ.او بل موضوع ایا د Superlike 💟 اخیستو طریقه درته وښایم؟اپلیکشن لینک 👇👇👇https://invites.waveful.app/W2af
د پیسو ګټلو داسې اسانه او خوندور اپلیکيشن!کار کول یې سانه او پوسټونه کول دي په پوسټونو به تاسو ته پیسې درکوي!کمه اندازه ویډرا یې 5$ ډالر ده ویډرا یې اتومات بینانس ته کیږي!د اپلیکیشن لينک https://invites.waveful.app/W2af
أَسْتَغْفِرُ اللّٰهخدای ټول مسلمان وبښی که واړه دی که غټ که نارینه دی ښځينه خدایه تولو ته عفوه وکړی امین
څو لنډی لارشونی ✨1. له ځان سره رښتینی اوسه، حتی که نړۍ درسره دروغ وايي.2. چاته مه ګوره، خپل هدف ته وګوره.3. له خلکو دومره تمه مه لره چې بیا مایوسه شې.4. چا چې ستا ارزښت ونه پېژانده، پرېږده چې تا له لاسه ورکړي.5. د بل له خوښۍ نه حسادت مه کوه، خپل قسمت ته شکر وباسه.6. هر وخت له خدای سره اړیکه وساته، ځکه هغه ستا تر ټولو قوي ملګری دی.7. درد، ماته، یا ناکامي د پای ټکی نه، بلکې د نوي پیل چانس دی.8. د چا د خوښولو لپاره خپل اصول مه قرباني کوه.9. له نورو سره داسې چلند کوه لکه څنګه چې غواړې له تا سره وشي.10. په ژوند کې د پیسو تر څنګ، عزت، وخت، او سکون هم ارزښت لري، دا مه هیروه.11. د تل لپاره هیڅوک ستا نه وي، نو ځان ته اهمیت ورکړه.12. چاته دومره اجازه مه ورکوه چې ته یې د خپلې ګټې لپاره وکاروې.دا ډول لارښوونې د ژوند تجربې پر بنسټ جوړې شوې دي. که بل ډول یا نورې لارښوونې
د رمضان المبارک فضیلت – یو برکت ناک حدیث📖 حدیث (په عربي):عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ قَالَ:"إِذَا جَاءَ رَمَضَانُ، فُتِحَتْ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ النَّارِ، وَصُفِّدَتِ الشَّيَاطِينُ."(رواه البخاري: ۱۸۹۹، ومسلم: ۱۰۷۹)---📜 پښتو ژباړه:د ابوهريرة رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:"کله چې د رمضان میاشت راشي، د جنت دروازې پرانستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي، او شیطانان تړل کېږي."---📖 د حدیث وضاحت:✅ د جنت دروازې خلاصېدل: دا د رمضان د فضیلت نښه ده، چې الله تعالی د خپلو بنده‌ګانو لپاره د جنت اسانتیاوې برابرې کړي دي.✅ د دوزخ دروازې تړل کېدل: دا اشاره ده چې د رمضان په مبارکه میاشت کې د الله رحمت ډېر وي، او مؤمنان د دوزخ له عذاب څخه خلاصون مومي.✅ د شیطانانو تړل کېدل: دا مانا لري چې شیطانان د مؤمنانو د عبادت مخه نه شي نیولی، خو که څوک بیا هم ګناه کوي، نو دا د هغه د نفس د کمزورۍ له امله وي.---📢 رمضان د مغفرت میاشت ده!✨ دا برکتناک حدیث موږ ته ښيي چې رمضان د بښنې، رحمت، او نیکمرغۍ میاشت ده. نو راځئ چې دا فرصت له لاسه ور نه کړو، روژه ونیسو، لمونځونه وکړو، قرآن تلاوت کړو، او د خپلو ګناهونو بښنه وغواړو.📌 د نورو اسلامي پوسټونو لپاره زموږ چینل تعقیب کړئ!
⭐ څنګه خپل ذهن مثبت وساتو؟🌟✅ مثبت خبرې وکاروئ – مه وایاست "زه نشم کولی", بلکې ووایاست "زه به حتماً وکړم!"✅ د فرصتونو لټون وکړئ – هره ننګونه یو نوی درس لري، مثبت اړخ ته یې وګورئ.✅ له مثبتو خلکو سره اوسئ – شاوخوا چاپېریال مو ذهنیت جوړوي، نو له الهام بښونکو خلکو سره واوسئ.✅ د شکر کولو عادت پیدا کړئ – د هغو نعمتونو حساب وکړئ چې لرئ، نه دا چې څه مو نه‌لري.✅ د خوښۍ لپاره وخت ونیسئ – ژوند یوازې ستونزې نه دي، له کوچنیو شیانو خوند واخلئ.🌟 پایله:"مثبت فکر کول یوازې عادت نه، بلکې بریا ته د رسیدو ترټولو قوي ځواک دی!"
جالب اسلامي معلومات! ✨1️⃣ لومړی اذان حضرت بلال رضی الله عنه ورکړ!حضرت محمد ﷺ ته د اذان خوب ورکړل شو، او بیا یې حضرت بلال رضی الله عنه ته وویل چې دا اذان ورکړي. له هماغې ورځې، اذان د لمونځ لپاره رسمي اعلان شو.2️⃣ د قرآن کریم تر ټولو اوږده سوره البقره ده!د قرآن کریم تر ټولو اوږده سوره البقره ده، چې ۲۸۶ آیتونه لري، او تر ټولو لنډه سوره الکوثر ده، چې یوازې ۳ آیتونه لري.3️⃣ په جنت کې به تر ټولو لومړی کس حضرت محمد ﷺ ننوځي!د حدیثونو له مخې، تر ټولو لومړی کس چې جنت ته به ننوځي، زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد ﷺ به وي.4️⃣ د قیامت ورځ به د جمعې په ورځ وي!رسول الله ﷺ ویلي چې د قیامت ورځ به د جمعې په ورځ راشي، نو ځکه جمعه د مسلمانانو لپاره یوه برکتي او ځانګړې ورځ ده.5️⃣ د روژې نیولو ثواب یوازې الله ته معلوم دی!په حدیث کې راځي چې "روژه زما لپاره ده، او زه به یې ثواب ورکوم"، یعني روژه یو ځانګړی عبادت دی چې یوازې الله یې ثواب ټاکي.6️⃣ مسلمانان لومړني خلک وو چې روغتونونه یې جوړ کړل!د عباسي خلافت په دوران کې، مسلمانانو د نړۍ تر ټولو لومړني عصري روغتونونه جوړ کړل، چې هلته به وړیا درملنه کېدله.7️⃣ په جنت کې به هیڅ غم، ناروغي او ستړیا نه وي!په قرآن کریم کې راځي چې جنت داسې ځای دی چې هلته به خلک تل خوشحاله وي، هیڅ غم، درد، یا ستړیا نه وي، او ټول به تلپاتې نعمتونه ولري.که دا معلومات مو خوښ شول، نو یو ښکلی تبصره یا لایک راکړئ! ❤️
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
✅️ټولو ملګرو ته دي روژه مبارک وي.✅️کوم ملګري چې وخت لري نو له موږ سره په ختم کې ګډون وکړي موږ د قران کریم یو کوچنی ختم لرو د ورځي د قران کریم یو آيت سره له پشتو ژباړی او یو حديث وړاندي کوو.کوم ملګري چې ګډون کوي لاندي چینل ته راشي.https://t.me/+bwcHLCdLUfplNTJl
څو لنډې لارښوونې:-1 - هیڅکله هغه څوک مه یادوه چې ته یې هیر کړی یې،2 - له هغه چا سره خبرې مه کوه چې ستا غږ نه اوري،3- په هغه چا پسې مه ژاړه چا چې په رضا پریښودې یې،4 - هیڅکله په هغه چا باور مه کوه چې تا سره یې څو ځله خیانت کړی وي،5 - د بل چا سپکاوی یا توهین مه کوئ،6 - د ټولو د راضي کولو هڅه مه کوئ،7- چیرته دې چې قدر نه وي هلته مه ځئ،8 - په چا باندې ځان مه تحمیلوه/بوج کوه،9 - هیچا څخه تمه مه کوه،10 - د هغه چا لپاره ناممکن کار مه کوه چې ستا لپاره یې ممکن نه وي کړي،11- د هغه چا د ساتلو په هڅه کې ځان له لاسه مه ورکوه چې ستا له لاسه ورکولو پروا نه کوي،
✅ څنګه مثبت فکر ولرو؟✅ د منفي فکرونو کنټرول – مه وایاست "زه نشم کولی"، بلکې ووایاست "زه زده کولی شم!"✅ د ستونزو پر ځای فرصتونه وڅېړئ – هره ستونزه یو نوی درس لري، هغه ولټوئ.✅ له بریالیو خلکو سره واوسئ – ستاسو شاوخوا خلک ستاسو ذهنیت جوړوي، له هوښیارانو سره واوسئ.✅ هره ورځ شکر وباسئ – هغه شیان حساب کړئ چې لرئ، نه دا چې څه درنه کم دي.✅ له ژوند څخه خوند واخلئ – مه پرېږدئ چې اندېښنې ستاسو خوښي ختمه کړي.🌟 پایله:"که تاسو مثبت فکر وکړئ، نو هره ستونزه به ستاسو لپاره یو فرصت شي!
ستا زوی ستا په ژوند کې دوهم چانس (فرصت) دی، هڅه وکړئ چې د دوی په ذریعه ټول هغه څه ترسره کړئ؛کوم چې تا نه دي ترسره کړي.
💟۔﷽ـ💟 ﺩروﺩ شریف په ستــرلارښـود#حضرت 🌹#םבםב🌹#ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺنن ورځ جـمـعـه 14 فـــــــبــوری 202515 شعــــــبان 144626 دلـــــــــــوه 1403ورځ مــو نـیـکـمـرغــه🌟
غیرتي نارینه هغه دی چې د ښځې سربېره ترې مور او خور هم خوشحاله وي.🌸💙♦️❤️🫡
*بې ڪبره**او بې غروره ګرځه نو سرلوړې به شې.**םבםבُالرَّسولُ_ٱɑɺɺﷺ*😘❤️♥️🦋✨
Telegram Channel Link information
Category General
Country 🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language Persian
Type Telegram Channel Link
Subscribers 161
Rate this group

How would you rate this community?

0.0 ★ Join Group →