Telegram
Telegram Channel Link
ډيالوګونه Telegram Channel Link
👁
3
views
↗
0
joins
About this telegram channel link
دلته ته دې ژوند رازونه موندلي شي @Hamkar_khosti https://t.me/joinchat/AAAAAEWUkoWgAOhaQD2T8A
Telegram Channel
Latest public posts from this Telegram channel.
554
subscribers
09 Oct 2026
latest post
که نوې واده شوې ښځې د سهار له خوا یا بل وخت له خپلو میندو او خویندو سره پر ټیلیفون ساعتونه ساعتونه خبرې کول لږې کړي، ښايي د جنګونو په کچه کې هم د پام وړ کموالی راشي! 😏ډیالوګ
له خدایه وروسته که داسې څه شته چې ښځه پرې ښایسته کیږي، هغه د نارینه مینه، د نارینه چلند، او د نارینه پام دی.ډیالوګ
سړی د هرې سختې لارې څخه د تېرېدو جرئت لري، خو له هغې ځمکې تېرېدو ته زړه نه ښه کوي چې مېرمنې یې تازه تازه پکې جارو او انګړ په خړو خاورو اوبه کړی وي. 😄#همکار
که له یوه واده شوي سړي څخه وپوښتئ چې: په خپله مېرمن کې دې تر ټولو ډېر څه خوښېږي، او تاسو دواړه له دومره کلونو راهیسې څنګه یوځای ژوند کوئ؟هغه به دا ونه وايي چې د مېرمنې سترګې یې شنې یا نسواري رنګ دي، ډېره سپینه ده، ویښتان یې زیړ، تک تور او نېغ دي، یا قد یې لوړ دی.بلکې هغه به ووایي: هغه ماته سکون راکوي، زما خبرې اوري، درناوی مې کوي، زما خیال ساتي، زما د زحمت او هڅو قدر کوي، رباندې ګرانه ده، زما د عزت ساتنه کوي او په هر حالت کې د الله شکر ادا کوي.همدا هغه څه دي چې د رښتینې مینې او ټینګې اړیکې بنسټ جوړوي. ظاهري ښکلا د وخت په تېرېدو بدلېږي، خو د روح ښکلا، ښه اخلاق او مینه هېڅکله نه ختمېږي.ښکلي اوسئ ، خوشحاله اوسئ، ژوند وکړئ نور هم ژوند کولو ته وهڅوئ او مینه خپاره کړئ.❤️ډیالوګ
۸۰ سلنه ښځې له خپل ورور څخه تمه لري چې د خپلو زړو والدینو خدمت وکړي! خو دوی خپله خپل خاوندان له دې نیک کار څخه لرې ساتي!ډیالوګ
یوه ښځه یوه مولانا ته ورغله او ویې ویل: ما اورېدلي چې تکبر لویه ګناه ده. هر کله چې هندارې ته ګورم، د خپلې ښکلا له امله راباندې تکبر راځي. څنګه کولی شم له دې ګناه څخه ځان وساتم؟مولانا صیب ورته وویل کوم شی چې ته یې تکبر ګڼې، هغه یوازې ستا ناسم تصور دی؛ او ناسم تصور خو ګناه نه ده!😄ډیالوګ
کله چې زما واده وشو، زه ډېره کشره وم او ډېر څه نه پوهېدم، هغه وخت مې د هېڅ اړیکې او ژوند په اړه سم درک نه درلود.کله چې خپل خسرګنۍ ته لاړم/واده شوم، نو زما خواښې راته وویل: ته یوازې ناسته اوسه، هېڅ کار مه کوه، ټول کارونه به زه او زما لوڼې کوي.زه به ټوله ورځ ارامه ناسته وم، او زما خواښې به خواړه تیاروله او زما کوټې ته به یې راوړل، مه به په خوشحالۍ خواړه وخوړل، جامې به مې هم زما نندرو (د مېړه خویندو) مینځلې، ټکي کار رباندې نه کاوو.ما هم هغوی ته د خپلو خویندو په شان مینه ورکوله، خندولي مې، خوشحاله کولې مې.کله چې به مېړه مې له دفتره راستون شو، هره ورځ به یې زما لپاره آیس کریم، چاکلیټ او چپس راوړل، کابلي مامیزو چارمغزو کیک هم ډېر خوښیدو، نو هغه به یې هم خامخا راوړو.موږ به هره میاشت د رخصتۍ پر وخت ګرځېدو، لکه مور خپلوانو کور، کلي او کله کله به کابل ته هم چکر لپاره تللو.ډېر ځله به مور کور ته تلو، هلته به ټولو خپلوانو نجونو په مخې کې ماته خواښي ډیره مینه راکولهحتی زما وېښتان به هم زما خواښې جوړول/سمول هغې ته زما وېښتان جوړول/سمول ډېر خوند ورکوه، هغه د نړۍ تر ټولو ښه خواښې وه.زما نندرانو به زما پر سر تېل وهل او ټوله ورځ به یې ښکلی ناوي راته ویلمه داسې ژوند کولو لکه یوه شهزادګۍ چې ويزموږ کور ډېر لوی، د ماڼۍ په شان و. پنځه موټرونه مو درلودل ، چېرته به مې چې زړه غوښتل تللو، هېچا به مخه نه نیوله، هېچا به منع نه کولم او بیا ناڅاپه، زما مور راغله، هغې دوه څپېړې راکړې او ویې ویل: پاڅېږه دې خان لورې د ورځې یوه بجې ده، لوښي به څوک مینځي، ژر شه پورته شه غوا هم سمباله کړه، خدای خبر دې چا کور به درباندې ورانیږي.اوس به زه لومړی لوښي ومینځم، بیا به ویده شم که همداسې خوب مې ولید نو درته وایم یې. 🤦🏼🙂ډیالوګ
ماشوم وم، ځوان شوم، اوس بوډا هم شوم،او یوه ورځ به مړ هم شم؛ خو دا هماغه نغمه ده چې هېڅ بدلون یې ونه کړ.زما نیکه هم د نغمې مینوال وو بیا زما پلار هم د نعمې مینوال وو اوس یې زه هم مینوال یم.😁دا عکس هم د همدې ۲۰۲۶ کال دی..ډیالوګ
چا چې زموږ د ګناهکارانو دنیا دومره ښکلې جوړه کړې ده،فکر وکړئ چې د هغه رب جنت به څومره ښکلی وي! ♥🌸ډیالوګ
ښځه که هر څومره ښکلې هم وي، د هغې ځواني/ښکلا له منځه وړلو لپاره یوازې یو ناسم سړی هم بس دی.ډیالوګ
جمعه ګل اکا مېرمن: دوه ساعته بهر ځم، څه شی به درته پکار نه وي؟جمعه ګل اکا: نه، بس همدا کافي ده! 🤭🤨دیالوګ
ښځه که هر څومره ښکلې هم وي، د هغې ځواني/ښکلا له منځه وړلو لپاره یوازې یو ناسم سړی هم بس دی.ډیالوګ
وفاداري یو ښکلی احساس دی، خو هر انسان یې وړ نه وي. خپله مینه، وخت او اخلاص د هغو خلکو لپاره وساتئ چې د دې ارزښت پېژندل او قدر کول یې زده وي.ډیالوګ
د نجونو د زړه ځمکه د هر چا لپاره نه وي 🫀💌ډیالوګ
د پښتو د ژبې ټولګی روان و، استاد وپوښتل: د نظم او مضمون ترمنځ څه توپیر دی؟ مه وویل: د محبوبې له خولې راوتلې یوه کلمه(خبره) نظم وي خو د مېرمنې یوه کلمه(خبره) بشپړ مضمون په اندازه وي! دا خبره چې استاد واورېدله، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، ستونی یې له ژړا ډک شو او زه یې د ټولګي مشر (مانیټر) وټاکلم! 😂😁ډیالوګ
که په جنت کې یوه ښځه دا هیله وکړي چې زما مېړه ته دې یوه حوره هم ورنه کړل شي، نو ایا د هغې دا هیله به پوره شي؟ 😊ډیالوګ
Telegram Channel Link information
Category
General
Country
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language
Persian
Type
Telegram Channel Link
Subscribers
554