Telegram
Telegram Channel Link
پښتو شعرونه او ټپې 💎 Telegram Channel Link
👁
7
views
↗
1
joins
About this telegram channel link
دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤ هیله کوم د ملتيا تر څنګ مو له نورو ملګرو سره شریک کړئ🔝 🇦🇫 🔄 شخصی رابطه 🔄 @KHAN_SAFI_001
Telegram Channel
Latest public posts from this Telegram channel.
613
subscribers
08 Oct 2026
latest post
غزل درد د بیلتانه مې په وجود باندې راغلی دی رنګ مې خاص، د مړه جسد په څېر غوندې زبیښلی دیټولې خوشالیانې مې وجود کې زندۍ شوې ديستا له تګ نه پس مې ځان، په درد باندې خوړلی دیخدای منې، په ټوله دنیاګۍ به یې ور نه کړمهستا د نشت عذاب راته له هر څه نه ښاغلی دی څومره درته نور درکړم آشنا، ستا د ګرانښت ثبوت؟ عکس مې دې تراوسه په بټوه کې هم ساتلی دیوږم د بدن یې کټ مټ مور ته ورته شوی دیغېږه کې مې کلک د خپل لالي ماشوم نیولی دی ډېرو جینکیو به ويل چې څومره ښکلی دی هغه شوخ وصال، اوس له مستیو نه لوېدلی دیــــــــــــــــــــ
...ښه او په انصاف چلند کول له هرچا سره اړین دی خو د خپلۍ کورنۍ او خپلوانو سره لا ډیر اړین دی.له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «إِنَّ الْمُقْسِطِينَ عِنْدَ اللهِ عَلَى مَنَابِرَ مِنْ نُورٍ، الَّذِينَ يَعْدِلُونَ فِي حُكْمِهِمْ وَأَهْلِيهِمْ وَمَا وَلُوا»(رواه مسلم).یعنې: «بې شکه د انصاف او عدالت خاوندان، د الله تعالی په وړاندې د نور (رڼا) پر منبرونو باندې وي؛ هغه کسان چې په خپلو پرېکړو کې، د خپلو کورنیو په منځ کې او په هغو چارو کې چې د دوی تر سرپرستۍ (واک) لاندې دي، عدالت کوي».
د مراد ډیوی مې بلی لاس کې مړې شوېڅه بېرحمه هواګانې راپسې شوېوړې تاندې تاندې هیلې مې ناجوړېمخامخ ورته څه لویې حادثې شوېیا خو هر څوک خپل تقدیر سره په جنګ ديیا په ما د زندګۍ کیسې درنې شوېته له کومې خټې جوړ یې، غنمرنګهچې مې زړه ته له جنته هم نژدې شوېپه نازکه خوله مې سرې پولۍ ولاړېد ژوند شپې ورځې د اوسپنې نیني شوېد هجران په سپېره باد دې لولپه یمتورې خاورې مې په تور اوربل خورې شوېنظري، د دعاګانو بخت دې ړنګ دیلوپټې دې زیارتونو ته جنډې شوې#نظري
د یو انسان په شتون او نشتون پوري ټوله د ژوند تار تړل ناپوهي دهانسان شتون عذاب دی او نشتون يې احساسي ستړیا د عذاب نه ستړیا بهتره ده یوازیتوب زغمل بهتره دی.ژوند خو ټول عمر نه دي همدا نن ژوند دی چي دوباره د ژوند په اړه فکر کولو ته رسیږي دوه کاله به تیر شوي وي، نو که چا خوشحالي راوړه خوشحالي تري واخله که یې غم راووړ خدای پاماني ترې واخله..!!#عقابون
✌په نیمه شپه یې چیلم ډک دیپه یا قربان ټپې کوي غرقه یې کړمهدومره په بخت زورور نه یمچې مې بایللی لالی بیا لاسته راځینهولې دې بن راباندې وکړهکار مې کولو زوی به خدای نه راکاونهپه مخ مې ستا د غاښو نښېد مینې نښې نورې څنګه وي مینهد بیلتانه دې لاس ازاد ويیار یې جدا کړو نور یې څه پروا لرمهورکه د کور کلي یاري شهد زنې سر مې دېوال کندې کندې کړو نهڅنګه قدم ور پسې واخلمبخت مې په پښو باندې وهلي دي میخونه#ټپې
هغوی چې دین او شریعت یې د خپلو ګېډو د غوړولو وسیله ګرځولې ده، باید پام وکړي:امام مالک بن انس (رحمه الله) وايي: «زما استاد ربیعه راته وویل: اې مالکه! ستا څه فکر دی، سپک (پست) انسان څوک دی؟ ما ورته وویل: هغه څوک چې د خپل دین په وسیله روزي خوري. هغه وویل: د سپک ترینو، تر ټولو سپک څوک دی؟ ما ورته وویل: هغه څوک چې د خپل دین په ورانولو (تباه کولو) سره خپله نړۍ سموي. هغه وویل: رښتیا دې وویل»[شعب الإيمان: ۶۹۱۲].فضیل بن عیاض (رحمه الله) وايي: «که چېرې یو څوک د ډول او موسیقۍ د آلاتو په وسیله د نړۍ مال وخوري، تر دې ډېر غوره (خوښوونکی) دی چې د نړۍ لپاره له خپل دین څخه وخوري»[شعب الإيمان: ۶۹۳۱].📚 تفسیر عون المنان....
دوی پخپله تېروتنې کوي او وايي: نړۍ بدله شوې ده!خو زما ملګرو، نړۍ بدله شوې نه ده. نړۍ خو اصلاً عقل نه لري چې په خپله بدله شي! دا زړونه، اخلاق، باطن او اصول دي چې تغیر یې کړی دی...د ژوند لپاره مې تر دې بل مناسب توصیف نه دی موندلی پرته له دې چې: «ژوند د تجربو یوه ټولګه ده؛ څوک چې له لومړۍ ضربې څخه عبرت وانخلي، هغه د دویمې ضربې مستحق دی!— شېخ علي طنطاوي رحمه الله
زما بدرنګ غږ
غزلدزړه له تله په سلګو سلګو دعا غواړمتورو تيارو له دوحشت ،سپينه رڼا غواړمزما وجود له دوزخي خاورې جوړ شوی دردهزه څه حوا نه یم چې ستا نه به پناه غواړمنه بل آدم لرم چې ما له پوښتۍ وزيږوينه بل یوسف لرم چې خیر ترې د ښکلا غواړم کلکه مې ونيسه دلاسه درده پرېږ مې نه دېزه به له دې نړۍ نور څه غواړم خو تا غواړمله محبت مې په بشپړه ډول کرکه کیږي کاش هیڅ پیدا نه وى له خدایه مې همدا غواړمسلګۍ! له خدای او ځان له دواړو نادرکه یمله ځان پوښتنې کوم له ځانه ځان سدا غواړم2026/9/22Salgai Ghazal
غزلشپه ده، تنهایي ده، او بس زه یمه، خفه یمه لاس کې مې سګریټ دی،فول نشه یمه، خفه یمهغواړمه سکون له تا، که کېږي راته را یې کهخدایه ستړی شوی له هر څه یمه، خفه یمهته چې رانه لاړلې، لالیه له هغې وروسته خدای شاهد خفه یمه، خفه یمه، خفه یمه راشه ستا د سپین مخ رڼاګانو ته اړتیا لرم تانه بغېر، تکه توره شپه یمه، خفه یمهڅوک چې راته ووایي وصاله یاره څنګه یې؟وایم ورته، ښه یم! مګر نه یمه، خفه یمهـــــــــــــــــــــــــــــــ
غزلد غـــربته پاتې راغلم هر ارمان ته څه په ټيټو سترګو ګورمه جانان تهپه ډاډه زړه ګرځېدى نــشم بازار کېکوم قرضدارۍ لاس راتېر نه کړي ګرېوان تهډېرې سپکې سپورې واورم، خالي راشمقرض سودا پسې چې لاړ شمه دوکان تهد درېو میندو نه د شلو خويندو ورور يمپه اختر کې هم څه وانه خلمه ځان تههر سهار راپسې دوه شلې لاسونهد دعا له پاره پورته شي اسمان تهــــــــــــــــــــــــــــ
سلامونه خوږو
مکرر سندره نشته هار دې وشرنګوهدغه بې شرنګه یار دې وشرنګوهڅه سرخوړلې خاموشي راغلېځه نو د کلي لار دې وشرنګوهچې لري تار د زړه له تاره سرهمطربه هاغه تار دې وشرنګوهتش خو به نه ځم مات بنګړي به وړمهدا نازولی وار دې وشرنګوهله پیمانو نه خو مزه وتلېپاولي پاولي خمار دې وشرنګوهد پېلو شرنګ یې راکاوه کلي کېویل یې ځه نو ښار دې وشرنګوهسالکه نجونې دې غزلې غواړيدا د بنګړیو بار دې وشرنګوه
دا چې ستا له دره ځواب شوی یممه پوښته چې څومره پعذاب شوی یمتا باندې مئین یمه خو ستا لخواستا په مینه والو حساب شوی یمراشه کنه رنګ ته مې لږ وګورهوبه ژاړې دومره خراب شوی یمنه مې شي زغمی د چم ګاونډ خلکنورو ته اوس هم اضطراب شوی یمپل کله د عشق نافرماني کړې زه کله په مینه سراب شوی یمعبدالمجید پل ✍...❤️🔥🖤
.د ښځې تعلیم یوازې دا معنا نه لري چې هغه به ډاکټره، نرسه یا ښوونکې کېږي؛ بلکې کله چې په یوه کور کې تعلیم یافته ښځه وي، هلته علمي او فکري چاپېریال رامنځته کېږي. د غیبت او بې معنا خبرو پر ځای، ښځې د علمي موضوعاتو په بحثونو بوختې وي، مطالعه کوي او د خپلو ماشومانو په روزنه کې له پوهې او شعور څخه کار اخلي.په داسې کور کې ماشومان له زدهکړې، فکر او پوهاوي سره لویېږي او د ژوند په اړه پراخ لید پیدا کوي.نالوستی انسان، که ښځه وي او که نارینه، د یوه ړانده انسان په څېر دی؛ او لوستی انسان، که ښځه وي او که نارینه، د یوه بینا او سترګور انسان په څېر دی.❤️🫀
سلامونه ملګرو
غزلـهندو کافره درده!له ما چاپېره درده!اول اخېره عشقه!اول اخېره درده!غر ژوند په سر ګرځومـچوپ یم له ډېره دردهزنده ګې دوه قدمههیلې بې شمېره درده!څنګه یې یاده کړمه؟نه مې ده هېره درده!صمیمه! څه وه دنیا؟والله شوه تېره درده!
تازه غزلله ژونده ستړی انتظار د ځنکدن کوومهیمه لګیا د لوپټې نه مې کفن کوومهټوله نړۍ مې يادوي دمهاجرې په نومڅو به دټيټو سترګو ژوند په بل وطن کوومه پردي هيواد کې مسافر لاليه ستا دپاره نري کميس له سره ګلونه په لمن کوومهځواني مې لاړله زړه شوه دسبا په تمهلا په وعدو به نور باور د دروغژن کوومهاى دسلګۍ د زړګي غله ورک شوې چرته لاړې زه دې کوڅو کې تپوسونه دهر تن کوومه ــــــــــــــــــــــــــــ
Telegram Channel Link information
Category
General
Country
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language
Persian
Type
Telegram Channel Link
Subscribers
613