Telegram
Telegram Channel Link
پښتو ادب Telegram Channel Link
👁
4
views
↗
1
joins
About this telegram channel link
پښتو ادب چینل څخه به غزلونه، ناولونه، پښتو ګرامر، لنډې کیسې، لنډۍ، کاکړۍ او نور د پښتو ادبیاتو اړوند مسائیل خپروو. د علمي موادو، کتابونه، نظرونو او نیوکو د شریکولو لپاره لاندې اکونټ سره اړیکه ونیسئ. Naseer_ghorzang
Telegram Channel
Latest public posts from this Telegram channel.
494
subscribers
26 Dec 2022
latest post
https://t.me/Fikar_pashto
Naseer Ghorzang:Naseer Ghorzang:په ټلیګرام کې مهم پښتو چینلونه دادي، ځانونه پکې اډ کړئ، او ملګري ورته راوبلئ.📙د پي ډی ایف او غږیزو کتابونو لپاره لاندې چینل:👇t.me/kitabtoonد بورسونو او سکالرشیپونو لپاره لاندې چینل:t.me/af_bursد پښتو ادبیاتو اړونده چینل لاندې دی:t.me/pashto_adabyatد فکري موضوعاتو لپاره لاندې چینل دی:t.me/fikar_pashtoد جالبو معلوماتو لپاره لاندې چینل:t.me/pa_ajayeebد دندو او وظیفو څخه د خبریدو لپاره لاندې چینل:t.me/pa_jobsد ارواپوهنې اړونده مسایلو لپاره لاندي چینل دی:t.me/pa_psychologyد فلسفي بحثونو په اړه لاندې چینل دی:t.me/pa_falsafaد علمي غږیزو خپرونو لپاره لاندې چینل:T.me/paktiana_channel
t.me/fikar_pashto
زینب ورته راتله، د هغوی شپه د قرآن شریف په تلاوت جوړیده چې زینب به پخپل د زړه زنګ لیري کوونکي غږ سره بې وقفې ورته د الرحمان سورت تلاوت کاوه. #د_خوږې_سندرغاړې_ډایري
د فکر چینل لپاره د محمداجان ویاړ صیب په زیار اپلکیشن ( کاریال) جوړ او پلۍ سټور ته پورته شو، لاندې یې لینک دی، را ډونلوډ یې کړئ او ملګرو سره یې شریک کړئ.https://play.google.com/store/apps/details?id=com.mwyarmangal.fikar
د تقدیر کړۍ کړه سسته بیا زما ګډا ته ګوره.ستا د عرش په منارو کې لیونۍ خندا ته ګوره.👤 خان عبدالغني خان رحمته الله
شونډې څڼې چې یو لاس شي، سور او تور کفر برلاس شي.پرهیز هسې یو بکواس شي، ذاهدان کړي باده نوشه.👤 عبدالهادي عطايي ملا
طبیبه وروره حال مې ګورهد مور او پلاره راته پټ وایه حالونه🇦🇫 پښتو لنډۍ📋فولکلور
سر که مې یو ماښام سرتور کړبیا به دې مور په زیارتونو ګرځوینه🇦🇫 پښتو لنډۍ📋 فلکلور
په نېمه شپه دې ګډې بار شوې.په نېمه شپه د بدي دارو کډې ځینه.🇦🇫پښتو لنډۍ📋فلکور
Naseer Ghorzang:Naseer Ghorzang:په ټلیګرام کې مهم پښتو چینلونه دادي، ځانونه پکې اډ کړئ، او ملګري ورته راوبلئ.📙د پي ډی ایف او غږیزو کتابونو لپاره لاندې چینل:👇t.me/kitabtoonد بورسونو او سکالرشیپونو لپاره لاندې چینل:t.me/af_bursد پښتو ادبیاتو اړونده چینل لاندې دی:t.me/pashto_adabyatد فکري موضوعاتو لپاره لاندې چینل دی:t.me/fikar_pashtoد جالبو معلوماتو لپاره لاندې چینل:t.me/pa_ajayeebد دندو او وظیفو څخه د خبریدو لپاره لاندې چینل:t.me/pa_jobsد ارواپوهنې اړونده مسایلو لپاره لاندي چینل دی:t.me/pa_psychologyد فلسفي بحثونو په اړه لاندې چینل دی:t.me/pa_falsafaد علمي غږیزو خپرونو لپاره لاندې چینل:T.me/paktiana_channel
مګر تا دی آرایش د جمال کړید تمام شهر نن در و دیوار زیب کا👤 کاظیم خان شیدا
لاعلاجه مرضوايي، د مينې او عشق دردونه خواږه دي، ځينې له دې درده فرياد کوي خو ځينې بيا تر عمره، عمره له دې خوږو دردونو سره ژوند کوي. دا طبيعي ده چې د حقيقي او مجازي مينې دردونه ښکاره يا پټ تېر شي خو د شاعر له ليده مقام د هغوی لوړ دی چې دا دردونه پټ تېروي، له ريا او ځان ښودنې ځان ساتي. بيدل خپل مهربانه طبيب ته وايي چې په علاج کې مې تکليف مه ګاله، د زړه درد مې عمري او همځولی دی، په سترګو هم نه ښکاري. يو خو په دې بيت کې د طبيب زحمت عبث دی مطلب د مينې د درد ادرس د طبيبانو د درملو له سترګو هم پټ دی، بل دا درد د وجود په محترم مقام زړه کې پټ دی او درېيم دا چې نه بېلېدونکی او ابدي دی. در علاجم ای طبیب مهربان زحمت مکشدرد دل عمریست از چشم دوا افتاده است...په لاعلاجه رنځ اخته يمنادان طبيبه له ما ومينځه لاسونهپه ټپه کې دا درد تجربه کارو داسې توضيح کړی:زه په مين سړي پوهېږمشونډې يې وچې رنګ يې ژېړ اوښتی وينه👤استاد اسماعیل لاروی
نن د هېواد د وتلي سندرغاړي مرحوم احمد ظاهر څلویښتم تلین دی.ظاهر د افغانستان د موسیقي په تاریخ کې نه تکراریدونکې څیره او بې بدیله غږ وو، پوره څلویښت کاله مخکې احمد ظاهر په همدې ورځ د موټر د ټکر له امله ژوند له لاسه ورکړ.روح یې ښاد، یاد یې تل پاتې.از پیش من برو که دل آزارمناپایدار و سست و ګنهکارمدر کونج سینت یک دل بیمارمدر کونج دل هزار هوس دارممن ناکاممناکام عشقتمن بدناممبدنام عشقت🏛 اداره
Naseer Ghorzang:Naseer Ghorzang:په ټلیګرام کې مهم پښتو چینلونه دادي، ځانونه پکې اډ کړئ، او ملګري ورته راوبلئ.📙د پي ډی ایف او غږیزو کتابونو لپاره لاندې چینل:👇t.me/kitabtoonد بورسونو او سکالرشیپونو لپاره لاندې چینل:t.me/af_bursد پښتو ادبیاتو اړونده چینل لاندې دی:t.me/pashto_adabyatد فکري موضوعاتو لپاره لاندې چینل دی:t.me/fikar_pashtoد جالبو معلوماتو لپاره لاندې چینل:t.me/pa_ajayeebد دندو او وظیفو څخه د خبریدو لپاره لاندې چینل:t.me/pa_jobsد ارواپوهنې اړونده مسایلو لپاره لاندي چینل دی:t.me/pa_psychologyد فلسفي بحثونو په اړه لاندې چینل دی:t.me/pa_falsafaد علمي غږیزو خپرونو لپاره لاندې چینل:T.me/paktiana_channel
د پښتو ژبي ليارهپښتو صرف او نحوليکوال: محمد ګل مومندچاپکال: بلخ ۱۳۱۷ (زړه نسخه)@Afghanbooks@Afghanlibrary
کې د هسپانیې او فرانسې سره د پرتلې وړ نه یو خو د بیان د ازادۍ په برخه کې تر هغوی ډیر مخته تللي یو. هغوی لسګونه کالونه وروسته د بیان د ازادۍ اوسني حالت ته راغلي خو موږ ډير ژر ډیموکراتیک اصول خپل کړي دي او د عمل جامه مو ور اغوستې ده. موږ د یوه ملت په حیث د نړۍ په هیوادونو کې حساب شوو، خپل هویت لرو او یوه اتله هوډمنه اردو لرو. زموږ وسله وال پوځ یو ملتپال او ځیرک پوځ دی چې د دښمن سترګې ترې سوځي. ولسمشر وویل، مختلف خنډونه په مخکې کې دي، ورو ورو موږ ته لارې خلاصیږي، که ژوند و، د الله جل شانه په مرسته به دا هیواد د نړۍ د هیوادونو سیال کوو. دلته سکرترې په پتنوس کې زعفراني چای راوړ چې موږ کله هم داسې خوندور چای نه و څښلی. د ولسمشرۍ ماڼۍ هر څه خاص و، د یوې پیالې زعفراني چای سره یو ډول چاکلیټ و چې ته به وایې خالص له کوچو او یو ډول تازه میوې څخه جوړ شوی وي چې دا میوه ما پیدا نه کړی شوه خو زلمو وویل، د ګیلاسو ځوښه ورسره ګډه وه او دا همدلته په وطن کې جوړیږي، نورو هیوادونو ته هم صادریږي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم راځي. دلته مو ولسمشر ته خپل پروپوزل هم ورکړ. هغه ولاړیده خو سکرتره د هغه ترمخه وپوهیده او د هغه د میز له سره یې عینکې ورته راواخیستې او بیا ولسمشر زموږ پورپوزل ټکي په ټکي ولوست، په اخیر کې یې له جیبه قلم راوکيښ او څه یې پرې ولیکل. پروپوزل سکرترې ترې واخیست او د هغه د میز په سر یې کښیښود. ولسمشر وویل، په ما پسې دا مشهوره ده چې اعصاب خرابی دی، خو که هر چا پروپوزل داسې واضح او له هره پلوه کامل لیکلی بیا به زه ولې ورته غوصه کیدم. تاسو نن ورشئ زما د دفتر مربوط ټولې شعبې وګورئ، هلته ټول ځوانان په دندو ګومارل شوي دي. اوس د دوی نوبت دی چې له ځانه لیاقت او وړتیا وښیي او دا وطن راسره په ګډه جوړ کړي. بیا یې سکرترې ته وویل، د دې ډلې څخه په نمایندګۍ یو کس زما د ټولنیز بدلون پر مشاوریت منظور دی. موږ لږ ترور او بیا له خوښۍ په جامو کې نه ځایدو. وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د چنار د لویې ونې لاندې میزونو ته په ګډه لاړو او هلته مو له وطني غذاوو جوړه وطنۍ غرمنۍ وخوړله. غلمینه ډوډۍ، شړومبې، د پسه سرې کړي خوښې او دوه درې رقمه سابه. دلته یو ډول الوبالو پر میز پراته وو چې تروشوالی یې کم او خوږوالی یې زیات و، ما کله هم داسې آلوبالو نه وو خوړلي. د ډوډۍ خوړلو پر مهال مې د شهید باباګک زامن او لمسیان سترګو ته ولاړ وو. ولسمشر ته مې وویل، رییس صیب، زموږ له ډلې یوه کس زموږ له پاره یوه قرباني ورکړه چې زموږ زړونه یې غوټ رامات کړل. بیا مې د باباکګ د قهرمانۍ کیسه ورته وه کړه. د ولسمشر سترګې لومړی وځلیدې او بیا اوښکې پکښې ډنډ شوې. سکرترې ته یې امر وکړ، د دې اتل شهید د کورنۍ په نوم په دولتي بانک کې حساب پرانیزه او د اتلانو له کوډ څخه ورته د سلو کالو پورې میاشتنی لوړ معاش حواله کړه! بیا یې موږ ته مخ راواړوه، وه یې ویل، د اتلانو روح دې ښاده وي، دلته یې باید کورنۍ اسوده ژوند ولري. څوک چې زموږ له پاره قرباني ورکوي، پر موږ فرض دي چې قدر او عزت یې وکړو.موږ ډک لاس او له خوښۍ سره له ولسمشرۍ ماڼۍ له شنو چمنو او باغچو رارخصت شوو او په لاره کې مو د خپلو کورونو د لیدلو بله خوشالۍ هم مله وه. زینب وویل، یوه بله لویه خوشالي هم راروانه ده. ربابي مسک شو. ځلا ترې وپوښتل، خورو کله راځي؟ هغه وویل، نن مازدیګر رارسیږي. خو زه یوې خبرې ته خپه یم، لاس مې لا په ګچ کې دی او ما لا هغه نه ده خبره کړې چې زه هم ټپي شوی یم.زلمو وویل، موږ د واده له پاره باید پلان جوړ کړو. ما ورته وویل، لومړی باید د دې نوي دندې له پاره مشوره وکړو چې څوک به هغه پر مخ بیايي، واده به وروسته هم وه شي. زینب وویل، پر ښو تلوار په کار دی، زموږ له ذهنو د چاودنې دوړې یوازې یوه لویه خوشالي پاکولی شي نو تلوار باید پرې وه شي. زلمو ماته وویل، ته او ربابي د واده له غمه خلاص یاست، نور موږ پوهیږو او چې څنګه یې پلان کوو، موږ خپلو کې سره کښینو او کله چې هر څه تیار شول نو بیا احوال درکوو. دا چې موږ څه نخرې درباندې کوو، د نه ویلو حق نه لرئ. زه لږ تروره شوم چې بیا به دا څه نخرې راباندې کوي. اوس خو زینب هم ورسره یوځای شوې ده او خورو هم راروانه ده نو خدای دې راته خیر کړي. #د_خوږې_سندرغاړې_ډایري
اور یې زه کباب کړې وم. اوښکې وې، سلګۍ وې، سندره وه او موسیقي وه. کله چې زما ږغ سلګیو بند کړ نو راغلي کسان ټول ودریدل، ربابي مې څنګ ته راغی، زلمو، زینب، ځلا او عرفات رانه چاپیره شول او دوی په ګډه سندرې ته ادامه ورکړه او هلته د نندارچیانو چکچکې وې او ټولو په ګډه سندره ویله. دا شپه د سندرو، د رباب د نغمو، د ګډا او اتڼ شپه وه. بیخي د جنت یوه مثالي شپه وه چې پر دې دنیا جوړه وه. ناوخته موږ ټول د خوندونو په دنیا کې غرق د ربابي دوی په ماڼۍ ورننوتلو. هلته نو ربابي یوه د خوب کوټه لکه یوه مکمله ماڼۍ داسې خوږه جوړه کړې وه. هره خوا تابلوګانې، میډالونه او مجسمې وې او د تازه ګلونو یوه لویه ګیډۍ د سپین تخت له پاسه پرته وه.د تخت مخامخ رباب راځوړند و، اول هماغلته ورغلم، رباب مې راواخیست، ښکل مې کړ بیا مې د ربابي غیږ کې ورکړ. ورته وه مې ویل، ماته نغمې وږغوه! لومړی یې داسې راته وخندل ته وایې نو وایي، دا نیمه شپه د رباب غږولو ده؟! خو زما د نیمې شپې همداسې ارمان و. پس له چاودنې مې دا پریکړه وکړه چې د خوند په برخه کې به خپل یو ارمان هم نه پریږدې. څه چې دې زړه غواړي، هغه ارزو به رژوې، پریږدې به یې نه. ربابي همداسې له یوې نغمې بلې ته اوښت او زه یې مخته زنګنونه ورسره لګیدلې ناسته وم. داد مې ورکاوه او هره نغمه مې د زړه په حضور اوریده. کله چې د سهار اذانونه شروع شول نو همداسې پرې وغوړیدم. رباب لاندې ولوید، د ګلونو ګیډۍ تر هغه لاندې شوه او بیا د مچکو یوه سیالي شروع شوه. د هغه په لاندې شونډې کې د مرۍ په اندازه غوټه وه چې د هغې په غاښو نیول د نړۍ د ټولو لذتونو انتها وه. سهار چې د لمر شغلو کوټه روښانه کړه، سترګې مې لوڅې کړې، د ربابي په لوڅ مټ مې سر ایښی و او دا بل لاس مې تر هغه راڅرخولی و، ورو مې لومړی بټه ګوته د هغه له بغله پورته کړه بیا د شهادت ګوته او چې کچه ګوته مې پورته کړه نو ده هم سترګې لوڅې کړه او بیا یې داسې موسکا وکړه چې د ټولې دنیا لذت ترې په یوه ځای ووریده. زموږ تر منځ نزاکتونه، پردې او نااشنایي والوته او بیا مو پر تخت د یو بل سره لټې شروع کړې او د یو بل په تخنولو مو خوب پسې واخیست او خندا مو د ماڼۍ غوږ نیولي دیوالونه په نڅا راوستل. #د_خوږې_سندرغاړې_ډایري
د خوږې سندرغاړې ډایريیو سلو یوم مخد غونډۍ په سر ماښام، سندرې، ګډا او مچکې!زلمو نوره د عملیات له کبله کږه وږه نه تله، ټپونه مو جوړ شول خو زما په شمول ټول په یوې بدې ویرې اخته شوو او هغه په خوب کې د چاودنې د بیا بیا تکرار صحنې وې چې هره شپه به راباندې یو قیامت جوړیده.خو د دې حالت سره زموږ د مستۍ او ګډا مجلسونه بند نه شول بلکې لا مو ډیر کړل خو اوس د پخوا غوندې بې احتیاطي نه وه، امنیتي حالت مو سل پر سلو دقیق څاره. د عرفات همدا وظیفه وه. زینب مو د ولسمشر د ټولنیز بدلون مشاوره وټاکله او موږ نور ټول په یو لاس کارونو ته اړم شوو. زینب ته مو دوه کلن پروپوزل جوړ کړ چې د نړۍ د ادبیاتو د شهکارو اثارو له جملې څخه به سل ټوکه مختلف النوعه اثار د تکړه لیکوالو په واسطه ژباړل کیږي. بل ادبي فېسټیوالونه به جوړیږي او دا غونډې به د بدلون لپاره دوامداره کار کوي. ادبي اثار به لیکي او د دې غونډو جوړونکي منورین به په ځوانانو کې لوړ ارزښتونه تقویه کوي لکه انساندوستي، له نورو سره مرسته او د خیر په کارونو کې داوطلبه جوړیدل. د تیاتر نندارې به وړاندې کوي او د ادبي اثارو لس ډیرې لویې مادي او معنوي ډالۍ به اعلانوي. بل د هر ولایت په مرکزونو کې به پنځه پنځه لویې کتابخانې جوړیږي چې د کتابونو شمیر به یې له یو لک او یو میلیون تر منځ وي. بل په هرې ولسوالۍ کې به یوه کتابخانه جوړیږي چې حد اقل سل زره کتابونه به پکښې وې.هر څوک چې کتابخانې ته ځي، هغه ته به چای او یو چاکلیټ هم ورکول کیږي. څوک چې ډیر کتابخانې ته ځي، هغه ته به خاص امتیاز ورکول کیږي، که دولتي مامور وي معاش یې باید ور لوړ شي او که عادي کس وي، لکه حج ته په تګ کې یا هم د ښې تداوۍ په برخه کې به سهولت ورته برابریږي. کله چې مو د زینب ټول کارونه سم کړل او هغه مو هلته ځای پر ځای کړه، یوه ورځ مخکې زلمو په رمازه کې وپوهولم چې سبا شپې ته اماده اوسه! ما لا تر اوسه د واده جامې نه وې اخیستې، وارخطا یې کړم. ورته وه مې ویل، نه کیږي. حیرانه شوه چې ولې. کله چې مې د جامو او نورې سودا خبره ورته وکړه نو وه یې خندل. زه بیا په نورو کارونو مصروفه شوم او د هغې خبره مې له یاده ووتله. کله چې زه مازدیګر کور ته لاړم او وریندارې ته ورغلم نو ګورم چې کور کې سمه تیاري نیول شوې ده. وریندارې جامې اغوستي دي، په ګلو او هیلې یې هم ښایسته جامې اغوستې وې. بابک او ورورک هم په کور کې وو. زه یې د ځان په جامو پسې حیرانه کړم، دلته مې موبایل ته زنګ راغی، چې اوکې مې کړ. زلمو وه. ویې ویل، دروازده راخلاصه کړه. کله چې دروازې ته ورغلم نو لکه یو څوک چې تښتوي همداسې دې او ځلا موټر ته ورپورته کړم. د سترګو په رپ کې یې په ارایشګاه ور ننباسلم او هلته یې اسماني شنې له خاصې جوړې لمن دارې جامې راباندې واغوستې. لمن یې د ګل غوندې وه چې شاوخوا لکه سایوان همداسې راته ولاړه وه او چې قدم مې پر زینو اخیست باید پورته مې نیولې وای. دلته ښایسته ډیر وخت تیر شو او چې راوتو نو شاوخوا د څراغونو موسم و. یو ډول د خوښۍ، مستۍ او شوخۍ احساس مې زړه ته لاره کوله چې کله هم داسې خوږ احساس پخوا راباندې نه و راغلی. عرفات د هغې غونډۍ په لورې موټر روان کړی و چې ځوانانو او ماشومانو به هر مازدیګر دلته ګودي پرانونه هوا ته پورته کول. کله چې پر هغې لارې ور برابر شوو چې دې غونډې ته ختلې وه نو وه مې لیدل چې هره خوا څراغونه لګیدلي دي. د موټر ښیښه مې لږ کښته کړه، د هغې سندرې د رباب نغمه لګیدلې وه چې بیا که بریم به مزار، ملا ماما جان... دا هغه سندره وه چې همیشه به یې د سپرلي بوی له ځانه سره راوړ او خوښۍ او خوشبويي به یې زما پر ذهن اورولې. دلته د غونډۍ پر سر یو لوی تجیر دریدلی و، سرې قالینې په کې هوارې وې. اکثره جوړې راغلې وې. د سړیو او ښځو شمیر بیخي برابر وو. پلار له خپلې میرمنې او اولادونو سره راغلی و، میړه له میرمنې سره او هلکان له خپلو خویندو سره. وروسته پوه شوم چې دلته د راتګ شرط همدا و چې یوازې به نه راځئ. زه یې د سټیج خواته بولتم او هلته یې پر کوچونو د هر چا ځای معلوم کړی و. ربابي هم ناست و. توره دریشي یې اغوستې وه، سپین یخنقاق یې و او سره نیکتایي یې تړلې وه. لوړ قد یې د تجیر له چته سره لګیده او د ښایست په داسې مست موډ کې و چې زما یې مچکې او غیږې ته زړه وه شو. د موسیقۍ ډله یوې خواته ناسته وه او د خپل هنر جادوګري یې کوله. زلمو سټیج ته ورغله هغه غزله یې وویله؛ نن به شپه زما د یار پر کوم مکان وي...بیا یې زه سټیج ته تر وزرونو نیولې پورته کړم او بیا ما د غني د خوب وینم علمه شعر سندره کړ. پوهیدم چې ورو ورو احساساتي کیږم، خو نه کنټرولیدم. ما ته د شعر ټولې مسرې مخته مجسمې کیدې. خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي مانا ـ پروت یم سر مې ایښی د خپل یار په زنګانه. زما د خوب تعبیر زما خپل ژوند و. څه چې مې په خوب لیدل، هغه مې یو په بل پسې رښتیا کیده. زه د هغه ځوان غیږې ته ورروانه وم چې د مینې
د خوږې سندرغاړې ډایريوروستی مخد زلمو سره د زړه خوالهزما له واده یوه هفته تیره شوې وه او زما رخصتي هم ختمه شوې وه. روغتون ته لاړم. روغتون ته په ننوتو لومړی د باباګک قبر ته د دعا له پاره لاړم او چې کله راتلم نو د روغتون کارکوونکي، هغلته په درسونو مصروف ټرینران او ناروغان ټول زما مخ ته راووتل. د ګلونو امیلونه یې غاړې ته راواچول، ګل پاشان راباندې وشیندل شول او د ښه ژوند دعاوې راته وشوې.زه ورو ورو خپل دفتر ته ورغلم، زه به چې نه وم نو زلمو به هلته زما په ځای ناسته وه. نن چې ورغلم نو دا داسې خپه ناسته وه او ژر راولاړه شوه. ما ګونډه ورته ووهله، هسې مې جیب ته لاس کړ، فلش په لاس راغی، په عاجزي مې ورته وویل، زما سره واده کوې؟ هغه د پخوا په شان موسکه شوه او غیږ یې رانه چاپیره کړه او بیا یې پر غومبرو برید راښخ کړ. بیا یې په دواړو لاسونو زما مخ ټینګ کړ، شونډې یې سره ور وستې، سر یې کښته او پورته یې سترګې راته ونیوې لکه تر وروځو چې راته ګوري، جدي یې وویل، باړخوګان یې در ویلي کړي دي! که داسې خبره وای، ځان ته مې ساتلې. ما خو والله کې داسې چیچلې وای! بیا مو یوه شیبه بل رقم ټوکې وکړې او د تیرې هفتې د مزو خبره مې ورته وکړه او د واده مزې او چړچې مې یوه یوه د هرې ورځې او هرې شپې او د هرې شیبې ورته بیان کړې. د لذتونو د اوج کیسې مې ورته وکړې، د خاوند د غیږې د ګرمۍ او نرمۍ خبرې مې ورته وکړې، چمبې پر چمبو، غیږ پر غیږ او بیا چې د چا د ناز ګوتې په زلفو کې احساس کړې، نو واه واه. بیا چې د هغه وجود ته پوړۍ په پوړۍ ور وخیژې او ذره ذره یې حس کړې نو نور خوندونه به درست هیر کړې. د موسکا او شوخۍ خبرې مې ورته وکړې، د ګرمۍ او ساه وتۍ خبرې مې ورته وکړې او د ارامه او له مزو ډک خوب خبرې مې ورته وکړې. ورو ورو به موسکه شوه خو سر یې لا هم د نه په اشاره خوځاوه. واده ته یې زړه نه کیده. ورته وه مې ویل، هره نجلۍ د یوه هلک غیږې ته د پناه وړلو له پاره اړه ده، د کیسو له پاره باید یو څوک نارینه ولرې او ستا په زلفو کې د ګوتو وهلو له پاره باید یو څوک وي. خو د دې توجه مې جلب نه کړی شوه. ورته وه مې ویل که چیرې ته دا فکر کوې چې د یوې بلې نجلۍ سره باید وخت تېر کړې نو دا خو امکان نه لري. دا سهي ده چې د زړه چې دې څه خوښه وي، د هغه خلاف کار کول سخت وي. خو زموږ ټولنه کې هغه هم امکان نه لري، بل ډیر وخت له پاره مجرد پاتې کیدل، عیب ګڼل کیږي. دې همداسې د نه په اشاره سر خوځاوه چې مانا زما د زړه هغه ځای ته دې لا ګوته نه ده ور وړې چې ستنه یې وخوځیږي. د هغې په لاسو، څیرې، سترګو، پریشانو زلفو او شونډو کې د داسې ژور درد اثار ښکاریدل چې زه یې سوزولم او په علاج یې نه پوهیدم. نو د هغې مخته همداسې نږدې ورغلم او مخامخ ورته کښیناستم. هغې لاندې کتل او یوه یوه اوښکه یې لاندې په بهیدو شوه. پر دواړه اوږو مې لاس ورکښیښود، زرکینې سترګې یې راپورته کړې او بیا یې ژر خپلې اوښکې پاکې کړې. وه یې ویل، رښتیا د ماشوم له پاره خو به وارخطا نه یې؟ ما ورته وویل، نه پنځه کاله خو هیڅ خبره نشته. دې وویل، افرینما ورته وویل، ته څه پلان لرې؟ دې وویل، غواړم د روزنې د پروګرامونو د همغږي کولو له پاره د وطن ټولو ولایتونو ته سفر وکړم. بیا ولاړه شوه، دروازه یې خلاصه کړه، ما ورته وویل، صبر وکړه اې! دا سفرونه خو د ژوند د ملګري سره هم کولی شې؟ دې وویل، تر اوسه مې داسې څوک نه دی پیدا کړی. بل غواړم ژر ځان ته غړوندی وانچوم. ما ورته وویل، ما ته دې تر دې سفرونو وروسته پلان هم ووایه، دې وویل، بیا به یو څوک پیدا شي. دا تر دروازې ووتله، ما ورنارې کړې زر پر زرو؟ له د باندې غږ راغی، که پیدا هم نه شي، زه به یوازې خوشاله یم. د دفتر پر مخامخ دیوال ته مې راځوړند عکس ته پام شو، د سمندر پر غاړه ولاړ وو، هلته زلمو تر موږ ټولو خوښه او خندانه ښکاریده. اوښکې مې په سترګو کې راماتې شوې، څو شیبې همداسې ورته ځیره وم. بیا هغه اوله ورځ مخته راته ودریده چې په منډوي کې د ربابي دوکان ته ورغلو. د ځلا سره اشنایي، د فیشني نجلۍ سره مخامخ کیدل، صبرو مخته راغله، د پوهنتون دوره مې ذهن کې تیره شوه، د فراغت وروستۍ ورځ مې مخته ودریده، د رباب زده کړه، د ادبیاتو د کتابونو ننداره مخته راغله، د ځلا ورکشاپ بیا د هند سفر او د واده شپه مې رایاده کړه. اوښکې مې پاکې کړې او د دروازې دستګیر ته چې مې لاس اچاوه، دروازه ورو ورو وټکیده، یوه شیبه ودریدم، د ټیکري پیڅکه مې بیا پر سترګو او مخ راتیره کړه. دروازه مې ورو خلاصه کړه، وه مې لیدل چې یوه کورنۍ له تازه ګلو ګیډۍ سره ولاړه ده. دوی مور، پلار او لور وه چې مبارکۍ او مننې ته راغلي ول. دوی سره مو د هند په یوه روغتون کې مرسته خو نه شو ویلی وطنولي کړې وه. نجلۍ ته مې وویل، ته زموږ سره کار وکړه؟ په سترګو کې یې راته وخندل. مور او پلار ته مې یې وویل، دا به له موږ سره خوشاله وي، د نورو خدمت به یې تیرې بدې خاطرې له ذهنه وباسي. بیا م
Telegram Channel Link information
Category
General
Country
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language
Persian
Type
Telegram Channel Link
Subscribers
494