Telegram
Telegram Channel Link
پشتو ليکنې او شعرونه Telegram Channel Link
👁
5
views
↗
0
joins
About this telegram channel link
د پښتو ژبې لپاره • نادرې لیکنې • شعرونه • د ژوند حقیقتونه • د فلسفې او ارواپوهنې الهام
Telegram Channel
Latest public posts from this Telegram channel.
868
subscribers
13 Oct 2026
latest post
که ځې نو ځه پروا دې نه کوم بلا درپسېاوس هغه نۀ يم چې کؤمه به ژړا درپسېتۀ خو زما د پاره خپل يو څو کارونه پرېږدهقسم په خدای چې زه به پرېږدمه دنيا درپسېد احساساتو مور مړه شوې په قلاره کښېنهچې چاته وژاړې هغه کوي خندا درپسېخدايه! تباه ېې کړې په دې خو ېې دنيا تباه کړههر چاته وايي چې مړ کېږمه اشنا درپسېتۀ چې دا مړې سترګې لرې، او لا ېې تورې هم کړېلېونی کېږي خو رياض به خامخا درپسې- ریاض مخمور
مئين يې که هر څو ورپسې مري نه پاتې کيږي لالي هم ضد نيولی دی بيخي نه پاتې کيږيرقیب که په تا سر شيندي نو زه د چا نه کم یمزما نه ګاونډیانو ته بچي نه پاتې کيږيپه خوله وايې چې ځم په ځای ولاړ يې زړه دېنه ځيرخصت چې سړی واخلي هغه ځي نه پاتې کيږيد مينې درد هم ښه وي سړی هرچا سره ژاړيد دې سره سړي کښې بې حسي نه پاتې کيږيدې ښار کښې دا رواج دی په ريښتياؤ پابندي ده که وایې نو تر مېنځه غم ښادي نه پاتې کيږيجامو کښې به مو ګونجې وي له ډېرې غريبۍ خوزمونږ به چاته ګونجې په تندي نه پاتې کيږيد زړه خو نن سبا د کرایې د کور مثال دی که تا ترې کډه وکړه نو خالي نه پاتې کيږياسماره چې څه وايم مخ په مخ يې ورته وايم خبرې مې يو چاته په زړګي نه پاتې کيږي 🤍🌺
خوږ دی او که تریخ، ته یې د ذات دننه وزغمهژوند که دې په بل پسې محدود کړ، تېر ولاکه شي- حفیظ همیم
#غزل له بدو نه یمه خبر ډار مې له ښو کیږي رانه پوښتنه به د خپلو ځوابو کیږيدلته ژوندیو ته قدرونه خلک نه ورکويخو تمثیلونه د ژوندیو په قبرو کیږيهسې مثال شین سترګې وایمه غوسه ونکړئکه خرڅولې دې نو سترګې دې په څو کیږي؟کوم پرمختګ دې پکې کړی ده صفا ووایه زرګونه کاله مو وطن کې د جنګو کیږيرښتینه یاره زما شک په هغه تللي راځيسخت مسډ کالونه له شکمنو شمارو کیږي- بخت الله رښتین
د ژوند تصویر به دې نیمګړی داسې نه پریښودو زړه به دې خير دی زما ستړی داسې نه پریښودو د تا نه مخکې دلته نه و داسې رسم رواج بی ګور کفنه به چا مړی داسې نه پریښودو د مور او پلار له سيوري لرې دا واړه ماشومان د کر نه پسته خو چا زړی داسې نه پریښودو زړګیه څه زور و چې تا به يې زړګی ساتلو رقيب دې ولې تبه خړی داسې نه پریښودو سعوده زړه کې يې که نوره څه خبره نه وی لاس به يې لاسو کې درکړی داسې نه پریښودو سيد شاه سعود
سلامونه، نېکې هیلې او احترامات!یو ځل بیا ستاسو په چوپړ کې.. 👋کله کله موږ دومره په ورځني کار کې بوخت شو چې هېر مو شي، په څو ورځو کې مو څومره لاره وهلې ده.نن مې د تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو کار ته وکتل، او الحمدلله، نتیجه یې راته د خوشحالۍ وړ وه.په دې موده کې مې څو حقیقي محصولات او سیستمونه جوړ او تر ډېره بشپړ کړي دي:🛒 Kasib Appد دوکاندارانو او وړو کاروبارونو لپاره؛ د خرڅلاو، محصولاتو، مشتریانو، مصارفو او ورځنیو حسابونو د اسانه مدیریت لپاره.🎧 Bulbul Appد نعتونو، ترانو، بیانونو او اسلامي غږیزو محتواوو لپاره. اپ د Launch لپاره تقریباً بشپړ تیار دی، یوازې د Google Play Console مرحله پاتې ده.🧘 Prime Soulد ذهني آرامتیا، د زړه سکون، تنفسي تمرینونو، طبیعي غږونو او تمرکز لپاره یو ښایسته موبایل اپلیکیشن.💻 Rahnuma Systemیو عصري ویب سیستم، چې پر ساده استعمال، منظم مدیریت او ښه کاروونکي تجربه تمرکز لري.زما لپاره تر ټولو مهمه خبره یوازې دا نه ده چې څومره پروژې جوړې شوې؛ بلکې دا ده چې هره ورځ لږ پرمختګ، په څو اونیو کې لویه نتیجه جوړوي.لا ډېر کار پاتې دی، لا ډېرې نظریې شته، او ان شاء الله دا سفر لا روان دی. 🚀اوس ستاسو وار دی 👇تاسو په دې میاشت کې څه کړي دي؟څه مو زده کړي؟څه مو جوړ کړي؟یا کوم کار مو پیل کړی؟خپل ځواب په Comment Section کې راسره شریک کړئ. 💬
هیله لرم بیا هېڅکله سره مخ نه شو…ځینې خبرې مېپه ډېر زحمتپه زړه کې چوپې کړې دي؛نه غواړم چېستا په یوه «څنګه یې؟»بیا ټولې راویښې شي.ته دې ښه اوسې، خو له ما لرې.
جونې به سرتورې ويسر باندې به شال نۀ ويوخت به داسې راشي چېبېره کې به ټال نۀ ويهر څۀ تۀ قصداٙٙ کوېنخې د لاس نۀ راوړېکله هم چې راشې نوتا سره رومال نۀ ويداغ او زخه پېژنهټوقې نۀ دي مخ د يارځان په منطق پوهه کړههره نقطه خال نۀ ويهر ځلې واپس راشمزړۀ هم داسې ډک راؤړمسترګو کې اظهار وي خوشونډو کې مجال نۀ ويحسن بې ايمانه کړمهر څۀ ورپسې لاړلوه ملا تۀ اووايهښکُلي خو دجال نۀ وي؟کله شي خفه بلهاکله ډير خوشاله شيخدای هم د انسان غونتېخداېګو په يو حال نۀ ويمرمه به خو هسې همتا پسې دې مړ شمهمړ کۀ تا پسې شومهدا به ستا کمال نۀ ويزړۀ دې ترېنه وغوښتوشړک دې په مخ وخوړوما به درته وېل کنههر څوک خو خيال نۀ وي:: خيال ::
سپوږمۍ همغلې او خاموشه وي؛ښایي هغې ته هممعلومه شوې وي چې:هر درد د الفاظو محتاج نه دی.
په اوښلنو سترګو یېتر ډېره ځیر ځیر را کتل..ها په هینداره کې ولاړ شخص،ډېر پریشانه وو..!
له تانه وروسته🥺)
دا جالبه ويډيو هم درسره وګوري😜😂
یا لوی او مهربانه الله ج، مریضانو ته عاجله شِفأ، غمجنو کورنیو ته خوشحالي، قرضداران د قرضه خلاص او پر ټولو مسلمانانو خاص رحم وکړی🤲🏻)
په کور کې د مورکۍ ږغ لوي نعمت دي😍❤️)
زه به کلونه کلونهستا په تمه پاتې شم؛وخت به تېرېږي،فصلونه به بدلېږي،خو زه به له خپلې لارې نه اوړم.زما درد انتظار نه دی،انتظار خو زه کولی شم…زما درد دا دی،چې هسې نه ته یوه ورځهېر کړېچې د دې لویې دنیا په کومه څنډه کېیو زړه شته،چې لا همیوازې ستا لپاره درزېږياو لا همستا د راتلو په تمه دی.
د غره په سر کچه کوټه دهاو باران وریږي..! 🌧️
غزلحسن به دې څو ورځې پس پاته لکه نن نه ويخلک به کتار درپسې شاته لکه نن نه ويرابه شي په ما هم لکه نورو غوندې ښې ورځيتل به زندګي زما میراته لکه نن نه ويدا سړی به بیا را پورته کېږي روانېږي بهدا ډېوه به بله و هوا ته لکه نن نه ويراشه غم دې لرې کړه له زړه، په زوره وخاندهدغسې شېبې به بیا سبا ته لکه نن نه ويدومره دې د خپل ښایست رنګونو کې ورکېږمهپاتې به ځواني ګوره هیچا ته لکه نن نه ويبیا به یې ارمان کوې خو ډېره به ناوخته ويستا کریم به ګله ستا و خواته لکه نن نه وي:: کریم سلطاني ::
مهرباني اوسئ هيڅوک هیڅکله نه پوهيږى چي څومره عمري لا پاتې دي،
د غلط خلکو ترمینځ یوازې ژوند کول غوره دى،🥀)
Telegram Channel Link information
Category
General
Country
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language
Persian
Type
Telegram Channel Link
Subscribers
868