Telegram
Telegram Channel Link
RRA Pashto News Telegram Channel Link
👁
6
views
↗
0
joins
About this telegram channel link
د آر آر اۍ پښتو نیوز د تلګرام رسمي کانال Official RRA Pashto News channel on Telegram Twitter: twitter.com/RRApashtonews Facebook: www.facebook.com/profile.php?id=100074058026151
Telegram Channel
Latest public posts from this Telegram channel.
103
subscribers
28 Oct 2022
latest post
ا. ا. ا د ایران په شیراز کې په لمونځ کوونکو او زائرونو ډزې او وحشیانه برید په کلکو ټکو غندي.د قربانیانو له کورنیو او ټول ایراني ولس سره خپله ژوره خواشیني شریکوي.متأسفانه چې تکفیري فتنه ګرو په افغانستان کې هم څو ځله بې ګناه خلک په نښه کړي، هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.ــــــــــــــــا. ا. ا حمله و فیرهای وحشیانه علیه نمازگزاران و زائرین در شیراز ایران را شدیدا تقبیح می نمایدبا خانواده های قربانیان و تمام مردم ایران غمشریکی می کند.متأسفانه که فتنه انگیز های تکفیری در افغانستان نیز چند بار مردم بی گناه را هدف قرار داده اند، آنها دشمنان اسلام و مسلمانان اند.ذبیح الله مجاهد
نرخ پنج شنبه 1401,8,51_دالر خرید .....87.851_دالر فروش ....87.901_دالراسترلیا خرید .... 55.001_دالر استرلیا فروش .... 55.501_دالر کانادای خرید ..... 64.001_دالر کانادای فروش ..... 64.201_فرانک سویس خرید ..... 86.501_فرانک سویس فروش .....86.501_یورو خرید ...... 86.601_یورو فروش ..... 85.701_پوند خرید ...... 96.501_پوند فروش .....96.801_روبل فروش......1.35.001 روبل خرید .....1.40.001_درهم خرید .... 23.901_درهم فروش ..... 23.851_ریال خرید .... 23.081_ریال فروش ..... 23.051_ لیره ترکیه خرید .... 4.7001_ لیره ترکیه فروش ... 4.800فی هزارتومان خرید .....2.68فی هزارتومان فروش ....2.70فی هزار کلدار هندی خرید ..... 1080فی هزار کلدار هندی فروش .... 1100فی هزارکلدار خرید .....367.00فی هزارکلدار فروش ..... 367.50دالر به کلدار خرید ...... 238.00دالر به کلدار فروش ..... 238.30تومان به دالر خرید ..... 32680تومان به دالر فروش ..... 32700نرخ اسعار هرلحظه درتغییر بوده بازارثابت نمیباشد نرخ دقیق و لحظه به لحظه از سرای شاهزاده.
#خبر_تازهصبح امروز حوالی ساعت 6:30 یک موتر نوع کاستر کارمندان قل اوردوی هرات که از فامیلی های غند 11 طرف وظیفه میرفتند مورد ترور افراد مسلح قرار گرفتند و تعدادی کشته و زخمی داشتند،تا اکنون آمار واقعی این حمله گزارش نشده است بزودی به دسترس شما قرار خواهد گرفت!
اعلامیه وزارت دفاع ملی در مورد حمله دشمن به کارمندان قول اردوی ۲۰۷ الفاروق صبح امروز افراد مسلح ناشناس به موتر نوع کاستر حامل کارکنان صحی قول اردو ۲۰۷ الفاروق حمله کردند که متأسفانه ۵ نفر شهيد و تعدادی مجروح شدندوزارت دفاع ملی، ضمن ابراز همدردی و تسلیت با خانواده ی شهدا و زخمییان این رویداد به هموطنان عزیز اطمینان میدهند که دشمن با راه اندازی همچو حملات بزدلانه خود نه تنها اینکه عزم و اراده کارمندان و منسوبین دفاعی را تضعیف نمی نمایند بلکه آنان را با قاطعیت جدی سرکوب خواهند کرد.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کي لاندي کسان پر ټاکل سوو دندو وګمارل سول1. د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان مولوي محمد ظریف مظفر؛ د ملي دفاع وزارت د ټیکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه2. د ملي دفاع وزارت د اپراسیون مخکینی رئیس مولوي باز محمد حمیدي، د همدې وزارت د پرسونل او تعلیماتو معینیت د مرستیال په توګه3. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکینی مرستیال ملا عبدالغفار محمدي د ملي دفاع وزارت د هوايي قواوو د قومندان په توګه4. د تخار ولایت مخکینی والي مولوي نورالدین؛ د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د رئیس په توګه5. د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی مرستیال مولوي نور الرحمن نصرت؛ د ملي دفاع وزارت د اپراسیون د رئیس په توګه.6. د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکینی قومندان ملا امیرخان حقاني؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د قومندان په توګه7. د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصرالله مطیع؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه8. د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی قومندان ملا رحمت الله محمد؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوندان په توګه9. د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی قومندان قاري محمد ایوب خالد؛ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د قومندان په توګه.10. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکینی مرستیال ملا اغا محمد ابراهیم، د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه.11. د ننګرهار ولایت د دریمي پلي لواء مخکینی قومندان مولوي عبدالحکیم نظامي؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د مرستیال په توګه.12. د ۲۱۷ عمري قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء مخکینی رئیس ارکان قاري امین الله طیب؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه.13. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی رئیس ارکان ملا عبدالباري ګل اخند؛ د همدې قول اردو د مرستیال په توګه14. د کندهار ولایت د درېیمي سرحدي عبیده لواء مخکینی قومندان ملا نصیب الله زبیر؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه15. د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو مخکینی رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د رئیس ارکان په توګه16. د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی رئیس ارکان مولوي حزب الله افغان؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه.17. د زابل ولایت د دوهمي پلي خیبر لواء مخکینی قومندان ملا عبدالله حبیب؛ د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې د رئیس ارکان په توګه.18. ملا عبدالسلام اغا؛ د کندهار ولایت د دریمي پلي ابودجانه لواء د قومندان په توګه.19. ملا غلام رسول اخند؛ د کندهار ولایت د دریمي پلي ابودجانه لواء د رئیس ارکان په توګه.20. د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې مخکنی رئیس ارکان ملا نېک محمد ملنګ؛ د زابل ولایت د دوهمي پلي خیبر لواء د قومندان په توګه.21. ملا راز محمد خنجري؛ د جوزجان ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه.22. قاري احمدي؛ د جوزجان ولایت د دوهمي پلي لواء د رئیس ارکان په توګه.23. د خوست ولایت د دوهمي پلي لواء مخکنی قومندان مولوي بدر الدین؛ د غزني ولایت د دریمي پلي محمدي لواء د قومندان په توګه.24. مولوي نقیب الله جمال؛ د خوست ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه.25. د هرات ولایت د لومړۍ پلي لواء مخکنی قومندان ملا محمد رحیم حاجي لالا؛ د همدې ولایت د پنځمي سرحدي لواء د قومندان په توګه.26. د هرات ولایت د پنځمي سرحدي لواء مخکنی قومندان مولوي صلاح الدین ایوبي؛ د هرات ولایت د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه.27. حنیف اخندزاده؛ د فراه ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه و ټاکل شول.ځیني نورې ټاکنې:1. د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکنی مرستیال ملا جان محمد حمزه؛ د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه2. مولوي آدم صاحب د کندهار ولایت د افغاني سرې میاشتي د رئیس په توګه3. د فراه ولایت د امنیت مخکنی آمر ملا عبدالرازق راشد؛ د هرات د ښاروال په توګه4. د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا محمد طیب صابر؛ د همدې ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د رئیس په توګه وټاکل شول.دغه راز عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله یادو ټولو مسئولنیو ته د الله (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کي د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کي د توفیق غوښتنه کړې.ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی۱۴۴۴/۳۰۳ هــ ق۱۴۰۱/۴/۸ هــ ش 2022/10/26 م
#خبر:امریکا: نویو افغانیو ته مو د عامو افغانانو د ښېګڼې لپاره اجازه ورکړه.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې افغانستان ته د نويو چاپ شويو پيسو لېږد ته د اجازې ورکول د متحدو ايالتونو او طالبانو تر منځ د اړيکو د ښه کېدو په مانا نه دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس ويلي چې هېواد يې افغانستان ته د پيسو د…#اخبار:آمریکا: ما به پول افغانی جدید اجازه دادیم تا به نفع مردم عادی افغانستان باشد.وزارت امور خارجه آمریکا گفته است که دادن مجوز برای ارسال پول تازه چاپ شده به افغانستان به معنای بهبود روابط آمریکا و طالبان نیست. ند پرایس، سخنگوی وزارت امور خارجه آمریکا گفت که کشورش به افغانستان پول خواهد فرستاد...
د بخش اباد بند جوړولو لپاره بانکی حساب3000208009836د ټولو ونډه د افغانستان ابادی
نوي ټاکني
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کي لاندي کسان پر ټاکل سوو دندو وګمارل سول1. د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان مولوي محمد ظریف مظفر؛ د ملي دفاع وزارت د ټیکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه2. د ملي دفاع وزارت د اپراسیون مخکینی رئیس مولوي باز محمد حمیدي، د همدې وزارت د پرسونل او تعلیماتو معینیت د مرستیال په توګه3. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکینی مرستیال ملا عبدالغفار محمدي د ملي دفاع وزارت د هوايي قواوو د قومندان په توګه4. د تخار ولایت مخکینی والي مولوي نورالدین؛ د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د رئیس په توګه5. د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی مرستیال مولوي نور الرحمن نصرت؛ د ملي دفاع وزارت د اپراسیون د رئیس په توګه.6. د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکینی قومندان ملا امیرخان حقاني؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د قومندان په توګه7. د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصرالله مطیع؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه8. د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی قومندان ملا رحمت الله محمد؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوندان په توګه9. د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی قومندان قاري محمد ایوب خالد؛ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د قومندان په توګه.10. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکینی مرستیال ملا اغا محمد ابراهیم، د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه.11. د ننګرهار ولایت د دریمي پلي لواء مخکینی قومندان مولوي عبدالحکیم نظامي؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د مرستیال په توګه.12. د ۲۱۷ عمري قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء مخکینی رئیس ارکان قاري امین الله طیب؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه.13. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی رئیس ارکان ملا عبدالباري ګل اخند؛ د همدې قول اردو د مرستیال په توګه14. د کندهار ولایت د درېیمي سرحدي عبیده لواء مخکینی قومندان ملا نصیب الله زبیر؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه15. د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو مخکینی رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د رئیس ارکان په توګه16. د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی رئیس ارکان مولوي حزب الله افغان؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه.17. د زابل ولایت د دوهمي پلي خیبر لواء مخکینی قومندان ملا عبدالله حبیب؛ د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې د رئیس ارکان په توګه.18. ملا عبدالسلام اغا؛ د کندهار ولایت د دریمي پلي ابودجانه لواء د قومندان په توګه.19. ملا غلام رسول اخند؛ د کندهار ولایت د دریمي پلي ابودجانه لواء د رئیس ارکان په توګه.20. د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې مخکنی رئیس ارکان ملا نېک محمد ملنګ؛ د زابل ولایت د دوهمي پلي خیبر لواء د قومندان په توګه.21. ملا راز محمد خنجري؛ د جوزجان ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه.22. قاري احمدي؛ د جوزجان ولایت د دوهمي پلي لواء د رئیس ارکان په توګه.23. د خوست ولایت د دوهمي پلي لواء مخکنی قومندان مولوي بدر الدین؛ د غزني ولایت د دریمي پلي محمدي لواء د قومندان په توګه.24. مولوي نقیب الله جمال؛ د خوست ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه.25. د هرات ولایت د لومړۍ پلي لواء مخکنی قومندان ملا محمد رحیم حاجي لالا؛ د همدې ولایت د پنځمي سرحدي لواء د قومندان په توګه.26. د هرات ولایت د پنځمي سرحدي لواء مخکنی قومندان مولوي صلاح الدین ایوبي؛ د هرات ولایت د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه.27. حنیف اخندزاده؛ د فراه ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه و ټاکل شول.ځیني نورې ټاکنې:1. د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکنی مرستیال ملا جان محمد حمزه؛ د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه2. مولوي آدم صاحب د کندهار ولایت د افغاني سرې میاشتي د رئیس په توګه3. د فراه ولایت د امنیت مخکنی آمر ملا عبدالرازق راشد؛ د هرات د ښاروال په توګه4. د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا محمد طیب صابر؛ د همدې ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د رئیس په توګه وټاکل شول.دغه راز عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله یادو ټولو مسئولنیو ته د الله (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کي د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کي د توفیق غوښتنه کړې.ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی۱۴۴۴/۳۰۳ هــ ق۱۴۰۱/۴/۸ هــ ش 2022/10/26 م
#خبر:د عالیقدرامیرالمؤمنین شیخصاحب حفظهالله د حکم په اساس حاجي مولوي آدم د کندهار د سرې میاشتي رئیس وټاکل سو.نن د چهارشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله ګرمسیري او د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د ځانګړي استازي حاجي قاري عبدالسلام عمري له لوري د یاد ریاست ټولو مامورینو او کارکوونکو ته ورپېژندل سو او هم د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو.وروستیو کي حاجي مولوي آدم د مولوي محبالله ګرمسیري او حاجي قاري عبدالسلام عمري له لوري د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او په چارو کي د بریالیتوب په موخه ورته دُعاوي وسوې.چهارشنبه: ۱۴۴۴/۴/۱د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز
سبا د اکټوبر 25 د لمر تندر نیونې ( ترنځې) د پیل او پای وخت !!🌄سبا افغانستان کې د ماسپښین پر3:07 درې بجې او اوه دقیقې د لمر تندر نیونه پیلیږي، چې په لومړیو شلو 20 دقیقو کې يې تاسې نه شئ لیدلای، وروسته د لیدلو وړ ده. البته که ستاسو سيمه کې وريځ نه وه په ډيري اسانۍ سره يې ليدلای سئ. تر 4:16 څلور بجې شپاړس بالا تندر نيونه لاهم ډېريږي. خو تر دې ټیم وروسته نو بیرته لمر کرار کرار ښکاره کیږي چې پر 5:07 پنځه بجې اوه دقیقې به د لمر تندر نیونه پای ته ورسېږي. د لمر دا تندر نیونه ( ترنځه ) پوره دوه ساعته د پیل څخه تر ختم پورې وخت نیسي. همداشان ګڼ شمېر نورو هيوادونو کې هم رامنځته کيږي.د لمر تندر نیونې ( ترنځې ) په وخت کې په هیڅ صورت لمر ته مه ګورئ، ځکه د سترګو دید ته سخت زیان اړولي خو که بیا هم زړه مو غواړي چې ويې وینئ نو حد اقل له تورو عینکو څخه استفاده وکړئ او بیا ورته وګورئ.د اسلام مبارک دین پر اساس په دې وخت کې دعا، لمونځ او ذکر ډېر کول په کار دي. دا د الله ج د ستر قدرت له نښانو څخه ده، مسلمان ته په کار دي چې هر وخت خپلو اعمالو ته پاملرنه ولري.والله اعلم
د کابل سیلو دولتي شرکت رییس د دې شرکت د کلنیو لاسته راوړنو په پار جوړه شوې غونډه کې ویلي،چې د روان لمریز کال د تلې تر میاشتې یې ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې دتېر کال په پرتله نیږدې دوه برابره زیاتوالی ښيي او د اټکل له مخې به د کال تر پایه تر ۲۰۰میلیونه افغانیو لوړ شي.۱/۲نوموړي له دولتي ارګانونو او ادارو غوښتي چې د کابل سیلو دولتي شرکت د لا پیاړتیا او د عوایدو زیاتوالي په موخه له دې شرکت سره قراردادونه وکړي.۲/۲
د کابل مرکزي سیلو چارواکي په نیږدې راتلونکي کې د هېواد بازارونو ته ددې سیلو تولید شویو اوړو د عرضه کولو خبر ورکوي او وايي، چې په دې سره به د اوړو او وچې ډوډۍ په برخه کې د هېوادوالو ستونزې حل شيد کابل مرکزي سیلو چارواکي په نیږدې راتلونکي کې د هېواد بازارونو ته ددې سیلو تولید شویو اوړو د عرضه کولو خبر ورکوي او وايي، چې په دې سره به د اوړو او وچې ډوډۍ په برخه کې د هېوادوالو ستونزې حل شي.#فارسی:مسوولان سیلوی مرکزی کابل از عرضه آرد تولیدی این سیلو در آینده نزدیک به بازارهای کشور خبر می دهند و می گویند که با این کار مشکلات مردم در زمینه آرد و نان خشک حل می شود.مسوولان سیلوی مرکزی کابل از عرضه آرد تولیدی این سیلو در آینده نزدیک به بازارهای کشور خبر می دهند و می گویند که با این کار مشکلات شهروندان در زمینه آرد و نان خشک حل می شود.
له عبرت ډکه کیسه ! یو وخت یوه استاد خپلو شاګردانو ته دعقیدي درس ورکاوه او د لا إله إلا الله په اړه یې معلومات او تشریحات ورکول ، دي استاد له پیشوګانو او مرغانو سره مینه لرله یوه ورځ یې یوه شاګرد طوطي ورته راوړ دوخت په تیریدلو سره د استاد مینه له طوطي سره زیاته شوه آن چې د درس په مهال به یې هم له ځانه سره لاره او تردې پوري چې طوطي د لا اله الا الله کلمه ډیره په خوند زده کړه اوشپه او ورځ به یې دا کلمه ویله . یوه ورځ شاګردانو خپل استاد په داسي حال کې وموند چې ډیر سخت یې ژړل کله چې هغوی دژړا دلامل پوښتنه وکړه ده ورته کړه : یوي پیشو زما طوطي مړ کړ هغوی ورته وویل : ایا په طوطي باندي دومره زیات ژاړې !!که غواړې موږ به همدا اوس تر هغه ښه اوښایسته طوطي درته راوړو ، استاد ورته وویل : پرطوطي نه ژاړم ، ژاړم پردي چې کله زما طوطي پیشو ونیو نو هغه په چغارو پیل وکړ اوتر مرګه یې چغې وهلي زما د طوطي لا اله الا الله ډیره ښه زده وه او هرو خت به یې ویله هم خو کله چې پیشو حمله پرې وکړه نو دا کلمه یې هیره شوه اویواځې چیغي یې پر خوله پاته شوې ځکه دا کلمه ده یواځي په ژبه زده کړي وه اوزړه ته یې نه وه لوید لي او نه دزړه له تله پرې پوهیدی اوبیا استاد وویل : زه ویریږم چې موږ ددي طوطي په څیر نشو په ژوند کې خو لا اله الا الله ډیره وایو او ذکر یې هم کوو او خدای مکړه دمرګ په مهال یې هیره نه کړو ځکه داویره پکار ده چې هسي نه زموږ زړونه هم دهغه طوطي په څیر تش پاته وې ، په دي سره یې شاګردانو هم په ژړا پیل وکړ ...ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/Pashto444
*د لوړو زده کړو وزارت د پخواني سرپرست وزیر د مننې پیغام:*د ا.ا.ا قدرمن مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت منسوبینو، د پوهنتونونو استاذانو، محصلینو او عامو هېوادوالو!ښوونه، روزنه او لوړې زده کړې هغه فکتورونه دي، چې د یو ملت د بقا، پیاوړتیا، استقلال او سوکالۍ په برخه اساسي او مهم رول لوبوي او کمزورتیا/ نشتوالی یې د ملت د تباهۍ، غلامي او ذلت لامل کېدای شي. په تېره شل کلنه جهادي دوره کې د امنیتي، اقتصادي او نورو ستونزو سره سره د ا.ا.ا له لوري دې برخې ته ځانګړې پاملرنه، پالنه او په دې برخه کې د مسئولینو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې د ستاینې او قدردانۍ وړ دي.ددې لپاره، چې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې د خدمت سعادت مونږ ته په نصیب شوی وو، تر ټولو لومړی د الله تعالی شکر ادا کوم او ورپسې د ا.ا.ا له مشرتابه څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې ددې سپېڅلي نظام په مختلفو برخو په ځانګړې توګه په وروستیو څلورو کلونو کې یې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې پر مونږ اعتماد وکړ او زمونږ له ټولو تصمیمونو، پلانونو او چارو څخه هر ډول مالي او معنوي ملاتړ وکړ.محترمو وروڼو!د تېر څلور کلن ماموریت په دوره کې له ټولو هغه مسئولینو او ملګرو څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې شپه او ورځ یې ددې ستر رسالت په ادا کولو او درانده پيټې په پورته کولو کې زمونږ سره شپه او ورځ کار وکړ، لوږې، تندې، جسمي او روحي ستړیاوې، زندانونه او د خپلو ملګرو او خپلوانو شهادتونه یې راسره وزغمل او د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې یې تر دې مهاله په پوره مېړانه، صبر او استقامت خدمتونه ترسره کړل. د لوړو زده کړو وزارت او اړوند پوهنتونونو له ټولو مسئولینو او منسوبینو، استاذانو او همدارنګه له محصلینو څخه هم مننه کوم، چې په راسپارل شویو چارو کې یې ستړې او ستومانۍ راسره وزغملې او له حد زیات اداري، درسي او تدریسي مکلفیتونه یې پر غاړه واخیستل او تر ننه یې ټولې اداري او تدریسي چارې فعالي ساتلي او نورمال حالت ته یې راګرځولي دي.علم پالو او متدینو هېوادوالو!د هېواد د فتحې په جریان کې ټول دولتي او شخصي پوهنتونونه او وزارت ساتل شوي، اداري او تدریسي چارې په نورمال ډول پیل شوي، په تحصیلي چاپېریال کې د موجودو منکراتو مخنیوی شوی، ګډ/ مختلط درسي نظام ختم شوی، شته ستونزې تر ډېره حل شوې، خصوصي پوهنتونونه تر ډېره اصلاح شوي، له هېواد څخه تر ممکن حده پورې د استاذانو د وتلو مخنیوی شوی، د علمي کادر زیاتره خالي بستونه په قانوني توګه ډک شوي دي او پاتې پروسه یې هم په نورمال ډول جریان لري. د تحصیلي نصاب ریاست جوړ شوی، له ۱۶۰ تحصیلي نصابونو څخه ۴۰ نصابونه اصلاح او بیا کتل شوي، د اسلامي ثقافت مضمون په اونۍ کې له یو څخه دریو درسي ساعتونو ته زیات شوی، ۶۵۸ بستونه ورته منظور شوي، اکثریت استاذان پکې جذب شوي او په ۱۸ پوهنتونونو کې د شرعیاتو پوهنځي ایجاد شوي دي.د استاذانو او ټولو کارمندانو معاشات، حق الزحمې او مادي حقوق پوره ادا شوي، بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو د حصول په موخه د تللیو او تلونکو استاذانو معاشات او مصارف د اجراء وړ دي، په زیاترو برخو کې د ضروري او مهمو اجناسو خریداري وشوه، عواید له ټاکل شوي هدف څخه ۹۶ سلنه لوړ راټول شوي او راکړل شوې بودیجه هم په قانوني او مؤثر ډول مصرف شوې ده. د فوق لېسانس په برخه کې درې پوهنتونونه (افغان نړیوال پوهنتون، جامعه حضرت عبد الله بن مسعود – کابل او جامعه حضرت ابراهیم نخعي - کندهار) او څه د پاسه ۳۰ د ماسټرۍ برنامې ایجاد شوې، د کانکور ملي ازموینه اخیستل شوې، ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونو پرته له کوم محدودیت د ټولو محصلینو پرمخ خلاص دي، درسي چارې نورمال حالت ته راګرځېدلي دي او د لوړو زده کړو په برخه کې ټول لازم او ضروري کارونه ترسره شوي دي.قدرمنو مجاهدینو!مونږ په خپل مسئولیت کې په پوره هڅه کړې، چې د لوړو زده کړو په برخه کې ټول هغه ارزښتونه تأمین کړم، چې مجاهدینو ستړیا ورباندې کړې او قربانۍ یې ورباندې ورکړي دي. زیاتره هغه محصلینو ته، چې د امنیتي تهدیدونو او جهادي چارو له امله پوهنتونونه ورڅخه پاتې شوي وو، د تحصیل زمینه برابره شوې، د علماء کرامو د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه لوی ریاست رامنځته شوی، ټول مقدماتي کارونه یې تکمیل شوي، ددې پروسې لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی او ټولې لازمې آسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو په برخه د کیفیت د لوړاوي او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه ټول شته امکانات په کار اچول شوي او خدای راکړی استعداد، علمیت، انرژي او ټول وخت مو خدمت ته وقف کړي وو او تر ډېره مو هڅه کړې، چې د راسپارل شوي خدمت حق ادا کړم.
که چېرې په دې برخه غفلت شوی وي او د راسپارل شوي خدمت حق پوره نه وي ادا شوی، لومړی له الله تعالی، بیا د ا.ا.ا له مشرتابه او وروسته له ټول غیور او مجاهد ملت څخه بښنه غواړم او د لوړو زده کړو له نوې رهبرۍ څخه هیله لرم، چې په دې برخه کې نیمګړي او پاتي کارونه تکمیل او د لا پرمختګ او پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.والسلامالحاج مولوي عبدالباقي “حقاني”د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر۲۸ / ربیع الاول / ۱۴۴۴ هـ ق – ۲ / لړم / ۱۴۰۱ هـ ش
که مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ۱- خلکو او ټولنې سره به یې پېژندلګلوي کمه وي۲- پر ځان او نفس به باور نه لري۳- تکراري خبرې به کوي۴- د لغتونو زېرمه به یې کمه وي۵- له ډار او بې باورۍ سره به ژوند کوي۶- ذهني وړتیا به نه لري۷- له عقلې اړخه به کمزوري وي۸- پر خپل خبرو به باور نه لري۹- د نورو خبرو ته به په غوږ نیولو نه پوهیږي۱۰- د دروغو او رښتیا ترمنځ به توپیر نشي کولی۱۱- د خلکو په ځانګړنو به نه پوهیږي۱۲- په اسانۍ به څه نشي زده کولی۱۳- د ژوند په پرېکړو به نه پوهیږي۱۴- پخپله ګټه او تاوان به نه پوهیږي۱۵- په سیاست او نور روان ژوند به نه پوهیږي۱۶-په مجلس کې به خبرې نشي کولی۱۷- په مشوره اخېستلو به نه پوهیږي۱۸- ژوند به یې ګډوډ وي۱۹- ښه ملګري به نشي پیدا کولی۲۰- سرګردان به وي۲۱- ژر به غوسه کیږي۲۲-له خپل او د نورو له حقوقو به خبر نه وي۲۳- له فکري او شخصي پوهې به لرې وي۲۴- په هر ځای کې به له اجازې پرته خبرې کوي۲۵- نورو خلکو ته به ژر ښکنځلې کوي۲۶- د پوهې او نا پوهۍ تر منځ به توپیر نشي کولی۲۷- د ژوند په نزاکتونو به نه پوهیږي۲۸- ورځنۍ چارې به یې بې نظمه وي۲۹- حافظه به یې کمزورې وي۳۰- د پوهې کچه به یې کمه وي۳۱- بې جُراته به وي۳۲- په ډېره وړه خبره به وار خطا وي۳۳- ژر به د نورو خلکو تر اغېز لاندې راځي۳۴- ژوند کې به تل ناکامه او وروسته پاتې ويـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
په کابل کې د داعشي ملیشو په ضد د عملياتو راپور :تيره ورځ او شپه د لوی الله ﷻ په نصرت د داعشیانو د يوې مهمې شبکې په ضد د کابل په ختيځ کې د ځانګړو قطعاتو له لوري عمليات ترسره شول، لومړی د داعشیانو دوه مهم کسان ونيول شول، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې په مربوطاتو کې د داعشیانو يو پټنځای کشف او ماښام مهال عمليات پرې پيل شول چې په نتیجه کې یې د داعشي ملیشو شپږ تنه ووژل شول، له دوی څخه کلاشينکوفونه، لاسي بمونه، منفجره مواد او يو عراده کرولا موټر هم تر لاسه شو.په دې عملياتو کې وژل شوي داعشیان ټول هغه مجرمان وو چې د کابل د وزير اکبرخان مسجد د دشت برچي سيمه کې د کاج په ښونيز مرکز او د نورو ځينو ملکي سیمو په بريدونو کې یې لاس درلود او د اسلامي امارت د کشفي ارګانونو لخوا أیژندل شوي وو.په دې عملياتو کې یو مجاهد شهید او یوتن ټپي شو.ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی۱۴۴۴/۳/۲۶هـ ق ۱۴۰۱/۷/۳۰هـ ش ــ 2022/10/22م
بټه ګوته کښيكښل نستهألاستفتاء من فضيلة العلماءسوال: علماء كرام څه فرمايي په دي مسئله كي چي بعض علماء كرام دروغبړ كولو په وخت کي دسړي دراسته لاس دبټي ګوتي بيخ كښيكاږي نو داڅنګه عمل دی كه ثواب لري موږ به هم داعمل كوو:ألمستفتي ... بينوا بالبرهان تؤجروا عند الميزانألجواب الحسين بعون الله المتينجواب: محترمه په دي صورت مسئوله كي حكم شرعي دادى چي دروغبړ کولو په وخت کي دراسته لاس دبټي ګوټي بيخ كښيكښل نه سنت عمل دی نه مستحب دی أو د أحاديثو په كتابو كي د دي لپاره يو حديث هم نه دى راغلى خلاصه داچي داعمل كول ثواب نه لري كه څه هم بعضي كتابو ليكلي دي چي دروغبړ په وخت کي دبټي ګوتي بيخ کښيکاږۍ ځکه چي دګوتي په بيخ کي دمحبت رګ سته أو په دي سره محبت زياتيـږي ليكن داخبره غلطه ده (والله تعالى اعلم بالصواب)كما في الكتب التاليةدګوتو نيول د روغبړ په مفهوم کي داخل نه دي د دي معنی دلاس ورکولو ده نه يوه ګوته نيول سنت ده نه دواړي ګوتي نيول سنت دي.صـ۱۰۸جـ۹كفاية المفتيپه روغبړ کي دامشهوره ده چي ګوتي کښيکاږۍ داخبره بي أصله ده أو داحديث هم موضوعي چي وايي په ګوتو كي دمحبت رګ سته.صـ١٩٣أشرف الأحكام اﻟﺤﺪﻳﺚ ﺫﻛﺮﻩ اﻟﻘﻬﺴﺘﺎﻧﻲ ﻭﻏﻴﺮﻩ ردالمحتار وطحطاويعلامة الشامي والطحطاوي رحمهما الله تعالى داحديث دقهستاني څخه نقل کړی دی أو قهستاني ددي هيڅ حواله نه ده وركړی همدارنگه علامة الشامي أو داسي نورو پر قهستاني باندي جرحه كړي ده لهذا ددي حديث هيڅ إعتبار نسته.صـ۴۴۶جـ٨فتاوى دارالعلوم زكرياألجواب باسم ملهم الصواب دعلامة ابن عابدين رحمه الله عبارت داسي دىﻭاﻟﺴﻨﺔ ﺃﻥ ﺗﻜﻮﻥ ﺑﻜﻠﺘﺎ ﻳﺪﻳﻪ، ﻭﺑﻐﻴﺮ ﺣﺎﺋﻞ ﻣﻦ ﺛﻮﺏ ﺃﻭ ﻏﻴﺮﻩ ﻭﻋﻨﺪ اﻟﻠﻘﺎء ﺑﻌﺪ اﻟﺴﻼﻡ ﻭﺃﻥ ﻳﺄﺧﺬ اﻹﺑﻬﺎﻡ، ﻓﺈﻥ ﻓﻴﻪ ﻋﺮﻗﺎ ﻳﻨﺒﺖ اﻟﻤﺤﺒﺔ ﻛﺬا ﺟﺎء ﻓﻲ اﻟﺤﺪﻳﺚ ﺫﻛﺮﻩ اﻟﻘﻬﺴﺘﺎﻧﻲ ﻭﻏﻴﺮﻩدحديث ديو كتاب حواله هم نسته بلكي دقهستاني حواله ده أو قهستاني موږ وكـتى په هغه كي هم دحديث دكتاب حواله په لاس رانه غله بيا دحديثو كتابونه وكتل سوه ليكن ددي هيڅ معلومات ونه سو كه چيري ددي څه ثبوت وای نو دمصافحي غوندي دكـثيرالوقوع په وجه يي ذكر په زياتو رواياتو كي په كار وو ليكن متداول أو دحديثو معروف كتابونه ددي دذكر څخه خالي دي.صـ۶۳جـ٧أحسن الفتاوىتاريخ الكتابة١٩\۴\۱۴۴٣هقألعبدالخفير مفتي عزت الله الظهير أبو الهمت صاحب دامت حياته النافعةأللهم ارزقنا الهداية والعناية والكفاية والحماية ونصرت الظهيرـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
Telegram Channel Link information
Category
General
Country
🇮🇷 Iran_(Islamic_Republic_of)
Language
Persian
Type
Telegram Channel Link
Subscribers
103